د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغې غونډې په غبرګون کې چې ټاکل شوې د ازبیکستان په سمرقند ښار کې سبا (پنجشنبې) جوړه شي، وايي اسلامي امارت له هغو غونډو هرکلی کوي چې د افغانستان په ګټه وي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې هېڅ هېواد باید د افغانستان له خاورې وېره ونه لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«ډاډه واوسې چې افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او د افغانستان اسلامي امارت مسوولانه ژمنه کوي او نه غواړي چې له کوم هېواد سره مداخله ولري او یا د افغانستان له خاورې د چا پر ضد ګواښ رامنځته شي.»
ټاکل شوې سبا د افغانستان په تړاو د روسیې او ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د ازبیکستان په سمرقند کې جوړه شي.
په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به د غونډې ګډونوال د افغانستان پر سیاسي، بشري، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف څرګندوي:«سبا به په سمرقند کې له ښاغلي مراد نورتیلو سره لیدنه ولرم. د اپرېل پر ۱۳مه او ۱۴مه به د ګډو ګټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه او همداراز د مرکزي اسیا د پنځه جمع یو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شپږمه غونډه ترسره شي. همداراز به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه هم ترسره شي. دا یوه مهمه پېښه ده.»
د چارو شنونکي بیا بر دې باور دي، که دغه ډول غونډې عملي بڼې ونه لري؛ نو هېڅ ګټه به ونهکړي.
د سیاسي چارو شنوونکی ولي فروزان وايي:«د افغانستان له خاورې ورته یو ګډ ګواښ متوجه دی؛ خو ولې یې پاکستان ته ورګرځي. دغه غونډې دمګړۍ وکولای شي د یوه نظر په کچه، دوی غواړي یوه همغږي رامنځته کړي.»
د سیاسي چارو بل شوونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«تر هغې چې هغه غونډې چې د افغانستان په هکله جوړېږي او په هغې کې د افغانستان ګډون نه وي، کومه ځانګړې پایله نه ورکوي. ځکه له افغانستان سره د تعامل موخه او د افغانستان د سیاست لېرې لید د بحث وړ دی، په دغو غونډو کې د افغانستان د استازي حضور حتمي دی.»
له دې مخکې د افغانستان په هکله بېلابېلې غونډې ترسره شوې دي؛ خو تراوسه دغو غونډو د پام وړ پایله نه ده لرلې.
په دې اړه مو اندونه