Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سمرقند ناستې په څنډه کې د ناټو تړون پر غړیو هېوادونو نیوکه

د افغانستان په تړاو د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ناستې له لومړۍ ورځې وروسته د سیمې یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازیو یوه غیر رسمي اعلامیه خپره کړې ده.

د چین، روسیې، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په‌دې اعلامیه کې ویلي، دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او حاکمیت ته درناوى او د افغانانو په مشري له یوه سیاسي جوړښته ملاتړ کوي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دوه ورځنۍ غونډه پرون (پنج‌شنبه) د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په حضور کې پیل شوه.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

د اعلامیې پر بنسټ، د دې غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې د نړۍ هراړخیزې ګټې په یوه باثباته افغانستان کې نغښتې دي او اړتیا ده چې دغه هېواد [افغانستان] د "جغرافیايي سیاست" سیالیو ډګر پر ځای د نړیوالو همکاریو لپاره یوه سیمه شي.

دوی همداراز د ترهګرو ډلو او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت د اقداماتو هرکلی یې کړی دی.

اعلامیه همداراز زیاتوي، په‌دې غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د بهرنیو بنسټونو او بهرنیو وګړو پر خوندیتوب هم ټینګار وشو.

د غونډې ګډونوالو د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د ناوړه وضعیت اصلي مسوول وبلل او ټینګار یې وکړ چې دغه هېوادونه باید په افغانستان کې د اقتصادي او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي او د افغانانو د وضعیت د ښه کېدو په خاطر دې پرې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، افغانستان له سیمې سره نژدې او همغږي تعامل ته لېوال دی.

د دې وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ښاغلي متقي له قوله پر ټویټر لیکلي، د دې فرصت برابر شوی چې افغانستان د سیمې یو مهم "اقتصادي او تجارتي" شریک شي او زیاته کړې یې ده چې دوی د یوه مسوول حکومت په توګه د خپلو مسوولیتونو ادا کولو ته چمتو دي.

ښاغلي متقي همداراز په‌دې ناسته کې ویلي، د افغانستان بې‌ثباتي د هیچا په ګټه نه‌ده، ځکه په باور یې دا چاره د ټولې سیمې د بې‌ثباتۍ، د نشه‌يي توکو د ودې، د وسلو قاچاق، کډوالۍ او نورو ورته ناخوالو لامل کېږي.

په همدې حال کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو ناستې په څنډه کې د هغو هېوادونو له‌خوا چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي، په افغانستان او یا هم شاوخوا سیمو کې د پوځي اډو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ او دا یې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګټور و نه باله.

په‌دې ګډه اعلامیه کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو او په افغانستان کې د ښځو او توکمیزو لږکیو پر وړاندې د محدودیتونو په لغوه کولو ټینګار شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه