Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا برادر: قزاقستان د اسلامي امارت د سفارت او کونسلګرۍ د پرانیستو ډاډ ورکړی

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته په خپل سفر کې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت او کونسلګرۍ د پرانیستو ډاډ ورکړی دی.

ملا عبدالغني برادر زیاتوي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل پر ښه‌والي کار کوي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«پرون هم موږ سره دا تعامل ښکاره کړ چې موږ به په افغانستان کې خپله کونسلګري یا سفارت پرانیزو. او موږ ته یې هم ډاډ راکړ چې موږ به په خپل ملک کې ستاسو سفارت او ستاسو کونسلګري پرانیزو.»

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره یې وکتل.

اسلامي امارت د قزاقستان له دغه جګپوړي چارواکي وغوښتل چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره د اسلامي امارت ډيپلوماټ ومني.

د نړۍوالو اړیکو شنونکي او پخواني ډيپلوماټان په دې باور دي، چې د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو پرته، د ډيپلوماټانو منل یوه اړخیزه اړیکه ده.

د نړۍوالو چارو شنونکی محمد اجمل زرمتی وايي:«تر هغې چې په ټولیزه توګه نړۍواله ټولنه او امریکایان، اروپايي ټولنه، روسیه، او چین اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني، فکر نه کوم چې نور هېوادونه هم اسلامي امارت د یوه سفیر په کچې په رسمیت وپېژني.»

پخوانی ډيپلوماټ نورالله راغی هم څرګندوي:«له رسمي رسمیت پېژندلو پرته د ډپيلوماټانو منل او استول، یوه اړخیزه اړیکه او یو اړخیزه امتیاز اخیستنه شمېرل کېږي.»

که څه هم، په تهران، استانبول، اسلام اباد، دوبۍ، مسکو، بېجینګ او یو شمېر نورو عربي او افریقايي هېوادونو کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان حضور لري، خو تر اوسه د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د شنبې په ورځ، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له ځینو چارواکو سره یې وکتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه