نوموړی له سي جي ټي ان رسنۍ سره په مرکه کې د چین حکومت د سفارت د خلاص ساتلو او له افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړیکو د لرلو له امله ستایلی دی.
ذبیح الله مجادهد وایي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د تعاملاتو ساتل د سیمې د ټیکاو لپاره مهم دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي:«موږ د چین له دولته منندوی یو. هغوی د خپل سفارت په خلاص ساتلو او فعال ساتلو سره زموږ له ولس سره مرسته کړې ده.»
ښاغلی مجاهد د کابل او بېجینګ ترمنځ ښې سوداګریزې اړیکې د هېواد په ګټه ګڼي. د هغه په وینا، د هېواد د اقتصاد په ښه والي کې د چین رول مهم دی.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي:«موږ لا تر اوسه له هغوی سره د ځينو مسایلو په تړاو د خبرو په حال کې یوو، لکه د قشقري پروژه چې مسئله به یې حل شي. پر دې سربېره، موږ د مس عینک پروژې په تړاو هم له هغوی سره خبر کړي او دا مسئله د حل کېدو په حال کې ده. دواړه لوري هم افغانستان او هم چین پانګونو ته اړتیا لري. په افغنستان کې د پانګونې لپاره د چین نظر د ستاینې وړ دی او موږ هم ورته اړتیا لرو. بل خوا، چین هم په سیمه کې د خپلو پانګونو لپاره یوه بازار ته اړتیا لري.»
اخوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې سرپرست حکومت باید له ټولو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې انډول په پام کې ونیسي.
د اقتصادي چارو شنونک شاکر یعقوبي وايي:«له هرې سیاسي او اقتصادي موخې پرته، په هغه صورت کې چې د افغانستان اقتصادي ګټې لکه څرنګه چې لازم دی تامین شوې وي، کولای شو د افغانستان د کانونو د استفادې په برخه کې د باور وړ او ښه شریک په توګه وپېژندل شي.»
که څه هم د اسلامي امارت ډيپلوماټان په بېجینګ، تهران، استانبول، اسلام آباد، دبۍ، مسکو او یو شمېر نورو عربي او افریقايي هېوادونو کې حضور لري، خو د نږې دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.
په دې اړه مو اندونه