Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د حکاکۍ او نقاشۍ هنر ته د کمې پاملرنې له کبله د هنرمندانو اندېښنې

د حکاکۍ او نقاشۍ هنر ته کمې پاملرنې په هېواد کې یو شمېر هنرمندان اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، په اوسنيو حالاتو کې يو شمېر هنرمندان له هېواده وتلي او کم شمېر هنرمندان چې په هېواد کې دي له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

فروزان چې د حکاکۍ ښوونکې ده، له دې وېره لري چې، دغه هنر د ورځو په تېرېدو سره له پامه وغورځول شي.

فروزان زیاتوي: «د حکاکي هنر د هېچا نه‌دی زده او ډېری کسان دي چې په اړه یې معلومات نه‌لري چې د دې هنر ریښه له کومه ځایه ده او ولې کارول کېږي، خو په بهرنیو هېوادونو کې ډېر کارول کېږي.»

د حکاکۍ زده‌کوونکې تبسم وايي: «موږ یو هنرپاله هېواد یو، ډېر هنرونه لرو، له همدې کبله ویلای شو چې نجونې کولای شي چې له خپلو ورځنیو وړتیاوو ګټه پورته کړي.»

د نقاشۍ یا انځورګرۍ هنر هم د حکاکۍ له برخلیک سره مخ دی.

د هېواد یو شمېر انځورګران دغه هنر ته د نه پام له امله شکایت لري او وايي، که دې برخې ته پام ونه‌شي؛ ښايي دغه هنر هم له پامه وغورځول شي.

د نقاشۍ ښوونکی جواد پویا وايي: «هنر د یوه هېواد هویت او تاریخ ښيي، که نن موږ کوم تاریخ لولو، دا د هنر له مخې پرې پوهېږو.»

د نقاشۍ زده‌کوونکې فایضه زیاتوي: «د ښځو د نقاشۍ او طراحۍ هنر ته وده ورکول مهم دي دا زموږ د دننه هنر او نوښت بیانوي.»

په هېواد کې د حکاکۍ د هنر مخینه څه باندې زرو کلونو ته رسېږي او دغه هنر د تیموریانو په دوره کې غوړېدلی وو. دغه هنر په هېواد او ټوله نړۍ کې ګڼ مینه‌وال لري.

هنرمندان وايي، په اوسنيو حالاتو کې يو شمېر هنرمندان له هېواده وتلي او کم شمېر هنرمندان چې په هېواد کې دي له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

تصویر بندانگشتی

د حکاکۍ او نقاشۍ هنر ته کمې پاملرنې په هېواد کې یو شمېر هنرمندان اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، په اوسنيو حالاتو کې يو شمېر هنرمندان له هېواده وتلي او کم شمېر هنرمندان چې په هېواد کې دي له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

فروزان چې د حکاکۍ ښوونکې ده، له دې وېره لري چې، دغه هنر د ورځو په تېرېدو سره له پامه وغورځول شي.

فروزان زیاتوي: «د حکاکي هنر د هېچا نه‌دی زده او ډېری کسان دي چې په اړه یې معلومات نه‌لري چې د دې هنر ریښه له کومه ځایه ده او ولې کارول کېږي، خو په بهرنیو هېوادونو کې ډېر کارول کېږي.»

د حکاکۍ زده‌کوونکې تبسم وايي: «موږ یو هنرپاله هېواد یو، ډېر هنرونه لرو، له همدې کبله ویلای شو چې نجونې کولای شي چې له خپلو ورځنیو وړتیاوو ګټه پورته کړي.»

د نقاشۍ یا انځورګرۍ هنر هم د حکاکۍ له برخلیک سره مخ دی.

د هېواد یو شمېر انځورګران دغه هنر ته د نه پام له امله شکایت لري او وايي، که دې برخې ته پام ونه‌شي؛ ښايي دغه هنر هم له پامه وغورځول شي.

د نقاشۍ ښوونکی جواد پویا وايي: «هنر د یوه هېواد هویت او تاریخ ښيي، که نن موږ کوم تاریخ لولو، دا د هنر له مخې پرې پوهېږو.»

د نقاشۍ زده‌کوونکې فایضه زیاتوي: «د ښځو د نقاشۍ او طراحۍ هنر ته وده ورکول مهم دي دا زموږ د دننه هنر او نوښت بیانوي.»

په هېواد کې د حکاکۍ د هنر مخینه څه باندې زرو کلونو ته رسېږي او دغه هنر د تیموریانو په دوره کې غوړېدلی وو. دغه هنر په هېواد او ټوله نړۍ کې ګڼ مینه‌وال لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه