په ملګرو متلونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست وایي، د دوحې په ناسته کې به د افغانستان د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندنې په اړه خبرې اترې و نهشي.
نصیر احمد فایق له بيبيسي سره په مرکه کې زیاته کړې، پهدې دوه ورځنۍ ناسته کې به د نړیوالې ټولنې لهخوا د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه د یوې واحدې تګلارې په اړه خبرې اترې وشي.
ښاغلی فایق وايي: «دلته د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان سیاسي-اقتصادي او ټولنیزو مسایلو پر وړاندې د یوې واحدې کړنلارې د جوړولو په اړه خبرې کېږي، د رسمیت پېژندلو یا دا چې د طالبانو د رژیم حاکمیت د رسميت پېژندلو پر لور کوم ګام اخیستل کېږي، دا خبرې هېڅ نه مطرح کېږي.»
خو اسلامي امارت وايي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي او په وینا یې باید په رسمیت وپېژندل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي: «په رسمیت پېژندل طبعاً حلکو حق دی، اسلامي امارت هم په افغانستان کې حاکمیت لري او د افغانستان خلک هم حق لري چې د نورو هېوادونو په څېر په نړۍ کې مطرح شي.»
د چارو ځینې شنونکي بیا وايي، اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې د اعتماد د راجلبولو لپاره باید د دوحې هوکړه عملي کړي.
د سیاسي چارو کارپوه سید مقدم امین وايي: «له حقوقي اړخه اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو حدود نهدي بشپړ کړي، خو دولت درلودل یوه سیاسي پروسه ده او اړتیا ده چې له نړیوالو تعریف شویو معیارونو سره دغه پروسه بشپړه او پاملرنه ورته وشي.»
د سیاسي چارو یو بل کارپوه نجیبالرحمن شمال زیاتوي: «د نړیوالې ټولنې، هېوادونه او نړیوال مرستندویه سازمانونه د باور د تر لاسه کولو لپاره باید سوله، ثبات او امنیت تامین شي، څو دغه هېوادونه له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د لوی منشي په کوربتوب دوه ورځنۍ غونډه د مې په لومړۍ او دویمه په دوحه کې جوړه شي.
په دې اړه مو اندونه