Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اختر په شپو او ورځو کې د ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۳ کسان وژل شوي

د اختر په وروستیو څلورو ورځو کې په ۱۵ ولایتونو کې په لسګونه ترافیکي پېښو کې ۲۳ تنه مړه شوي او نږدې ۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه ترافیکي پېښې د اختر په ورځو کې په ښارونو او لویو لارو کې رامنځ‌ته شوې دي.

عبدالقدیر چې د اختر په درېیمه د هرات په اوبه ولسوالۍ کې خپل موټرسایکل له بل موټر سره ټکر کړی، وايي، پښه یې ماته شوې او د بدن ځینې غړي یې ژوبل شوي دي.

د ټرافیکي پېښې ټپي عبدالقدیر وايي: «موټرسایکل مې ورو چلوه، له هغې خوا پر موږ چټک موټر راغی، پښه مې ماته شوه.»

دغه پېښې ډېری په پروان، فاریاب، هرات او ننګرهار ولایتونو کې رامنځ‌ته شوې دي.

پروان کې یوې ټرافیکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي چې په هېواد کې د ټرافیکي پېښو زیات تلفات لري.

وروسته له هغه کابل له څلورو وژل شویو او شپږو ټپیانو، فاریاب له څلورو وژل شویو او یوولسو ټپیان، کندوز له درېو وژل شویو او دوه ټپیانو سره په هیواد کې ټرافیکي پېښو کې د زیاتې مرګ ژوبلې شمېر لري.

وروستیو څلورو ورځو کې ټرافیکي پېښو کې هرات کې ۲۰۰ ټپيان، ننګرهار کې یو تن وژل شوی او ۱۲۲ ټپیان، غزني کې یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه ټپیان، بادغیس کې ۴۷ تنه ټپیان، غور کې ۲۹ ټپیان، خوست کې یو تن وژل شوی او یوولس تنه ټپیان، بلخ کې یو تن وژل شوی او اووه تنه ټپیان، بدخشان کې یو تن وژل شوی او اووه تنه ټپیان، نیمروز کې اته تنه ټپیان، میدان وردګو کې شپږ تنه ټپیان او جوزجان کې یو تن وژل شوی او دوه تنه ټپیان دي.

د هرات حوزوي روغتون د بیړنۍ څانګې مسوول فرهاد افضلي وايي: «د اختر په لومړۍ ورځ موږ څه باندې شپېته پېښې درلودې. په دویمه ورځ هم ۶۳ پېښې وې او په درېیمه ورځ هم ۷۴ پېښې په بېړنۍ خونه کې ثبت شوې وې.»

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وايي: «د کوچني اختر په درې ورځو کې د ننګرهار سیمه‌ییزو روغتون ته د ترافیکي پېښو له امله ۱۲۲ ټپیان راوړل شوي او په‌دې کې زموږ یو تن هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

ښځې او ماشومان هم په هیواد کې د ټرافیکي پېښو په قربانیانو او ټپیانو کې شامل دي.

د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې ټرافیکي پېښو کې ډیری موټر چلوونکي له اتلس کاله ټیټ ځوانان وو.

ناروغ لرونکی عبدالجبار وايي: «زما له خوريي کوچنیان او لویان هم و، دوی چټک راتلل، پل ته چې نږدې شول، کنټرول یې له لاسه ورکړ او له دېوال سره وجنګېدل.»

ناروغ لرونکی عبدالسمیع زیاتوي: «هغه کسان چې عمر یې له اتلسو کلونو ټیټ دی، باید پر موټر سایکل سپاره نه‌شي، مور او پلار یې باید ورته پاملرنه وکړي.»

د موټر چلوونکو نه پاملرنه، له موټر سایکل او ښي شترنګ موټرونو استفاده په هیواد کې د ټرافیکي پېښو لاملونه بلل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه