Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدینو یوځل بیا د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه وکړه

د متقاعدینو د معاشونو د نه ورکړې د نیوکو په لړ کې، ځينې متقاعدین یوځل بیا د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه کوي.

یعقوب شاه د بلخ د امنیه قوماندانۍ پخوانی کارکوونکی دی او له کلونو راهیسې متقاعد دی. دی وایي، چې څه باندې درې میاشتې کېږي چې د خپل معاش د اخیستو لپاره کابل ته راغلی، خو تر اوسه یې معاش نه دی ورکړل شوی.

عمر خوړلی یعقوب شاه وايي له خپلې کورنۍ لېري، د کابل په یوه هوټل کې اوسېږي:«په خدای باور وکړې چې له لویو شیانو مې پيل کړل تر خپلې کمپلې پورې مې وپلورل. اته کسیزه کورنۍ لرم هره ورځ چې زه دلته راځم مسافر خونه ده نه کور او نه وطن.»

بل خوا، ځينې متقاعدین خبرداری ورکوي، که‌چېرې اسلامي امارت یې تر راراونو دوو میاشتو معاشونه ورنه کړي، سراسري لاریوونه به پېل کړي.

د متقاعدینو د ټولنې رییس سعید عبدالواحد وویل:«موږ مجبور او مکلف یوو چې په لاریون او اعتراض لاس پورې کړو.»     

بل متقاعد موري قل هم وايي:«اړ یوو چې پراخه مدني لاریونونه په لاره واچوو، اړ یوو زموږ حقوق دي زموږ له معاشه ګرځول شوي، موږ خیرات نه غواړو.»     

بل خوا، د اسلامي امارت د مالیې وزارت ډاډ ورکوي، چې د ۱۴۰۲ کال په بودیجه کې به د متقاعدینو معاشونه ورکړل شي. 

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل طلوع‌نیوز ته وویل:«د ۱۴۰۲ مالي کال په بودیجه کې متقاعدینو ته لازمه بودیحه په پام کې نیول شوې ده. او د مالیې وزارت د مشرتابه د لارښونې په تمه ده.»

د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې څه باندې ۱۴۹ زره متقاعدین شته چې شاوخوا ۱۰ زره یې ښځې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه