د ایران او هند د ملي امنیت بنسټونو د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو قومونو او ډلو له معنا لرونکي ګډون سره د پراخبنسټه حکومت له جوړېدو ملاتړ اعلان کړی دی.
ایران ته د هند د ملي امنیت د سلاکار د سفر له پای ته رسېدو وروسته، دغو دواړو هېوادونو د یوې ګډې اعلامې له خپرولو سره په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی.
د ایران او هند د ملي امنیت د ادارو د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې راغلي دي:«دواړو خواوو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د ډلو او قومونو په مانا داره ګډون سره یې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ.»
خو د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت په هېواد کې اقتصادي ناورین د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو له امله ګڼي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«په افغانستان کې اقتصادي ستونزې د افغانستان د خلکو د پیسو د کنګلېدو او د هغو بندیزونو له امله دي چې د ځينو زبرځواکونو له خوا لګول شوي دي؛ خو تجربې ثابته کړې ده چې سیسټماتیک فشار پایله نه لري.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم څرګندوي:«په تېرو شلو میاشتو کې هم افغان حکومت او هم افغانانو د اقتصادي فشارونو بار زغملی دی، خو د ایران او هندوستان ګډه بیانیه، د افغانستان له اوسني حکومت سره د خپلو ګټو د تعریف پر بنسټ د خپل سیاسي لېرې لید د تطبیق لپاره دی.»
د ایران ولسمشر هم د هند د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې ویلي چې د تهران او نوي ډيلي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا د متقابلو اړیکو پر خوندیتوب سربېره، د افغانستان د مسئلې په ګډون د سیمهییزو مسایلو په حل کولو کې رغنده رول لرلای شي. بل خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل یوه جدي اړتیا بولي.
د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وویل:«د ټولګډونه او پراخبنسټه حکومت جوړېدو ته تر بل هر وخت اوس زښته زیاته اړتیا احساس کېږي. د افغانستان ستونزه بهرنۍ نه ده. کورني اړخونه لري.»
پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې یوویشت میاشتې تېرې شوې دي، خو تر اوسه د نړۍوالې ټولنې له لوري سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او یو شمېر هېوادونو په وار وار د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د زدهکړو او کار د حق په ګډون د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه