اقتصاد وزارت نن یکشنبې (د غوايي په ۱۷) په هېواد کې د پړسوب یا انفلاسیون د کچې د راټېټډ خبر ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، د توکو بیه څلور اعشاریه یو سلنه کمه شوې او په روان زیږدیز کال کې د افغانستان صادرات اووه سلنه زیاتوالی ښيي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي:«په روان کال کې د تورم بیه ټیټه شوې او د توکو بیه هم څلور اعشاریه یو سلنه کموالی ښيي. په روان کال کې صادرات د تېر کال پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښيي.»
ښاغلی نظري همدارنګه وایي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۵٫۴ سلنه لوړ شوی دی.
بل خوا، د افغانستان بانک وایي، چې د سوېلي اسیا د سیمهییزو همکاریو سازمان یا سارک په غونډه کې چې د مې میاشتې په لومړۍ او دویمې جوړه شوې وه، افغانۍ د دغه سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې باثباته پولي واحد بلل شوې ده.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري څرګندوي:«په دغې غونډه کې روښانه شوه چې افغانۍ د سارک سازمان د غړو هېوادونو د پیسو په منځ کې باثباته ده او افغانستان د انفلاسیون یو با ثباته نرخ لري.»
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود هم وايي:«هغه غونډې چې په دې هکله جوړېږي په ځانګړې توګه د سارک غونډه چې موږ هم د سارک کنفرانس غړي یوو، کېدای شي چې یوه اقتصادي پېښه وي.»
د سوېلي اسیا د سیمهیزو همکاریو سازمان یا سارک په ۱۹۹۸زیږدیز کال کې د هند، پاکستان، بنګلهدېش، نیپال، مالدیف او بوټان له لوري جوړ شو او افغانستان په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په رسمي توګه د دغه سازمان د غړي په توګه ومنل شو.
په دې اړه مو اندونه