د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني نن (جمعه) په کندهار کې د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او یو شمېر نورو چارواکو سره لېدلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي، د قطر له لومړي وزیر سره پهدې سفر کې د دې هېواد د استخباراتو رییس عبدالله الخلیفي هم ملتیا کوله.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې: «په دغه لېدنه کې چې د کندهار په ولایت کې تر سره شوه، د قطر هېواد لهخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډیروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.»
نوموړی زیاتوي، په لېدنه کې قطر هېواد دې ته وهڅول شو چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د باور په پیاړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.
قطر هغه هېواد دی چې د اسلامي امارت او امریکايي استازیو تر منځ یې د افغان سولې خبرو اترو کوربهتوب وکړ او همداراز د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبروري په ۲۹مه د دې هېواد په دوحې کې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ هم د سولې هوکړهلیک لاسلیک شو.
په دې اړه مو اندونه