Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز؛ د اسلامي امارت نوې هیلې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، چې د چین او پاکستان له اقتصادي دهلیز سره په یو ځای کېدو سره به افغانستان پر دې وتوانېږي چې د سیمې او اروپا له هېوادونو سره وصل شي او له دې لارې هېواد ته پانګونې جذب کړي.

ضیاء احمد تکل زیاتوي، چې په هېواد کې د سراسري امنیت په راتلو سره، اوس اړتیا ده، چې په هېواد کې لویې پراختیایي پروژې علمي شي او د چین او پاکسان دهلیز یوه له دغو پروژو کېدای شي.
                              
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل:«اسلامي امارت به د سي‌پیک له لارې وکړای شي چې له «بي ار ای» سره وصل شي او افغانستان به له دغې لارې له سیمې او نړۍ سره ونښلول شي. همدارنګه اسلامي امارت به وکړای شي چې د دغې پروژې له لارې افغانستان ته پانګونه جذب کړي او دلته د رېل پټلۍ، د انرژۍ د تولید او نورو صنعتونو کې به مهم پرمختګونه او ګټې ولري.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې په دې پروژه کې به د افغانستان شاملېدل، د هېواد په اقتصادي پرمختګ او سوداګریزه وده کې مهم رول ولري.
                    
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«پروژه، اقتصادي او سیمه‌ییزه پروژه ده او موږ له اړوندوالي خلاصوي چې په یوه ځای پورې اړوند وو. ان‌شاالله پيل به شي. د هغې اعلامې پر بنسټ چې خپره شوه موږ هغه ستایوو او هیله لرو چې عملي پيل شي.»

یو شمېر سوداګر پر دې باور دي، چې د چین له اقتصادي دهلیز سره د افغانستان په یو ځای کېدو سره به د هېواد د سوداګریزو توکو د صادراتو کچه لوړه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی قطب الدین یعقوبي وايي:«په دې وروستیو کې چې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ دهلیزونه رامنځته شوي په واقعیت کې په افغانستان کې یې یوه نوې دروازه پرانیزي او له اقتصادي پلوه کولای شي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

چین په «سي پک» یا د چین- پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژې څه باندې ۴۰ مېلیارډ ډالره پانګونه کړې ده او بېجینګ غواړي چې له دغه دهلیزه د سیمې له هېوادونو سره خپله راکړه ورکړه زیاته کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه