Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي لارې د موندنې لپاره د قطر هڅې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوحې د افغانستان په مسایلو کې د یوه منځګړي رول لرلی او همدارنګه د دغه هېواد او نړۍ ترمنځ د سیاسي لارې د موندلو لپاره هڅه کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد الانصاري په یوه خبري ناسته کې کندهار ته د قطري پلاوي د وروستي سفر په اړه وايي، چې په دغه سفر کې پر مهمو اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

ماجد محمد الانصاري زیاته کړه:«په دې خبرو کې افغانستان ته د مرستو پر رسونې، د دغه هېواد د ستونزو پر راکمولو او د بشري چارو په ګډون پر اقتصادي مسایلو تمرکز و. قطر د افغانستان د سوکالۍ لپاره د ورور افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخو کې ستره ونډه اخیستې ده. اوس قطر د بشري مرستو او همداراز د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوې سیاسي لارې د رامنځته کېدو په تړاو هڅې کوي.»

له دې سره سم، د سیاسي چارو ځينې شنونکي هم په هېواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره د قطر رول مهم ګڼي او زیاتوي چې، اسلامي امارت له نړۍوالو سره د اړیکو د ښه‌والي لپاره باید په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي.

د نړۍوالو چارو شوونکی ولي فروزان طلوع‌نیوز ته وايي:«هېڅوک نه شي کولای چې اړیکې ښې کړي. ستونزه دتنه په افغانستان کې ده. دا چې اسلامي امارت په خپلو پالیسیو کې په هغو بندیزو کې چې پر ښځو یې لګولي دي، پر بشري حقونو یې لګولي دي، پر کسیزو ازادیو یې لګولي دي، بدلون را نه ولي.»

د سیاسي چارو شنوونکی نجیب الله جامع هم وویل:«قطر د هېواد په مسایلو کې یو له مهمو هېوادونو دی او د افغانستان اوسني حکومت ته لازمه ده چې د قطر له اړیکو استفاده وکړي او له نړۍ سره مستقیماً اړیکه ونیسي او افغانستان له اوسني انزوا څخه وباسي.»

د روان زیږدیز کال د مۍ پر دولسمه د قطر لومړی وزیر او د استخباراتو رييس یې کندهار ته ولاړل او په دې سفر کې یې د اسلامي مارت له چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه