د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وایي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو ملاتړ کوي.
د یادې کمېټې د رییس په وینا، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو وروسته، پر ښځو د محدودیت له دېرشو زیات فرمانونه صادر شوي دي.
مایکل مککال زیاتوي: «دغه کمېټه به په ټول قوت خپلې هڅې وکړي چې له افغان نجونو او ښځو سره مرستې وکړي او طالبان د بشري حقونو د نقضولو په تړاو ځواب ویونکي کړي.»
خو اسلامي امارت بیا د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رییس د دغو څرګندونو په غبرګون کې د امریکا په ګډون له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نهکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد زیاتوي: «د دغو کسانو لهخوا راپورته شوې مسالې افغانو پورې اړه لري او دا د افغانستان د خلکو او د افغانستان کورنۍ مسالې دي. دا دوى پورې اړه نهلري او دا د نورو په چارو کې لاسوهنه ده.»
د چارو ځينې شنونکي بیا پر دې باور دي چې د ښځو د حقونو د نه مراعاتېدو په دوام سره به د کابل او نړۍوالې ټولنې تر منځ اړیکې لاپسې ترینګلې شي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیبالله جامع وايي: «د افغان ښځو د کار او د هغوی د تعلیم په برخه کې دې پراخ او مانادار اصلاحات راولي، تر څو نه یوازې د افغانستان د رسمیت پېژندې مساله حل شي؛ بلکې په کور دننه باندې ثبات او د افغان ملت د اجماع سبب هم شي.»
د سیاسي چارو یو بل کارپوه مجمد زلمی افغانیار زیاتوي: « د ښځو د زدهکړو او کار په اړه د سیمې او نورو هېوادونه اندېښنې سیاسي دي، د ښځو د زدهکړو او کار حقونه په شریعت کې څرګند دي.»
له نږدې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې ښوونځيو ته له تګه پاتې دي او همداراز له څه مودې راهیسې په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو کار هم ځنډول شوی دی.
په دې اړه مو اندونه