Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لوړو زده‌کړو وزارت: د تحصیلي اسنادو اداري چارې او د لېږد بهیر به اسانه شي

د افغان پسټ دولتي شرکت له لوړو زده‌کړو وزارت او د هوايي چلند له یوه کورني شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ، په مرکز او ولایتونو کې زده‌کړیالان کولای شي خپل تخصیلي اسناد په کابل او ولایتونو کې په اسانۍ طی مراحل او ترلاسه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وایي، چې په دې هڅه کې دی چې استادانو او محصلانو ته نورې آسانتیاوې برابرې کړي.                         

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل:«موږ همدارنګه هڅه کوو چې زموږ په وزارت پورې د اړوندو منسوبینو سربېره، د وزارت منسوبین که‌چېرې محصیلن دي یا استادان دي، هغه څه چې زموږ یا د اسلامي امارت په وس کې وي، ان‌شاالله دوی ته یې برابروو او په خدمت کې یوو.»

د افغان پسټ شرکت رییس، له لوړو زده کړو وزارت او د هوايي چلند له شرکت سره د دغه تړون د لاسلیک کېدو موخه هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدل ګڼي.    

د افغان پسټ مسوول رحمت الله مکي وايي:«کولای شي په ډېر کم وخت کې او په اسانه طریقه او په ښه اسانتیا سره، خپل ډپيلوم یا د نمرو جدول یا د خپلې درجې کتکوري په اسانه طریقه ترلاسه کړي او همدا د دې لامل شو چې یو هوکړه‌لیک لاسلیک شي.»    

د پاسپورټ ریاست عمومي رییس له افغان پسټ دولتي شرکته غواړي، چې له هېواده بهر خپل کاري بهیر چټک کړي.

د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب وویل:«له افغان پسټ دولتي شرکته هیله لرو چې خپل فعالیتونه له هېواده بهر هم چټک کړي چې افغانانو ته په نړۍ کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د دغه پروګرام په څنډه کې، د مخابراتو او معلوتي ټکنالوزۍ د پوستي ټکټونو موزیم پرانیستل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه