Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یونان په اوبو کې د افغان وګړو مړینه

په افغانستان کې د اېټالیا سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یونان په اوبو کې د ډوبې شوې کیښتۍ ۷۸ سپرلۍ د افغانستان او پاکستان وګړي دي.

دغه سفارت اټکل کړی چې په دغې کښتۍ کې ۴۰۰ تر ۷۵۰ کسان سپاره وو، چې له‌منځه یې یوازې ۱۰۴ تنه ژغورل شوي دي.

په روم کې د افغانستان سفارت مشخصه کړې نه ده چې په دغې کیښتۍ کې څومره افغان وګړي وو.

د کډوالو د حقونو برخې فعاله آصفه ستانکزۍ په دې هکله طلو‌ع‌نیوز ته وايي:«هغه کډوال چې له افغانستانه د اروپا په تکل سفر کوي، په اصل کې د ایران، ترکیې، د یونان له لارو او د مدیترانې او بالکان له سیند تر تېرېدو وروسته ځان اروپا ته رسوي چې په دغې لار کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کېږي، له هغې ډلې غلا، برمته نیولو، بېلابېل تېريو او حتا له مرګ سره مخامخ کېږي.»

د اسلامي امارت ویاند بیا د وروستۍ پېښې په تړاو خواشیني څرګندوي او وايي، د ډوبو شویو افغانانو د پېژندنې په تړاو له یوناني چارواکو سره په اړیکه کې دی او له پېژندل کېدو وروسته به هېواد ته را ولېږدول شي.

د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته په ډاګه کړه:«زموږ د بهرنیو چارو وزارت په جریان کې دی او له هغه هېواد سره چې هلته کیښتۍ ډوبه شوې په اړیکه کې ده.»

ورته مهال، د بښنې نړۍوال سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو د نیونې، او په خپل سر د ځورونې بهیر ودروي.

دغه نړۍوال بنسټ، وايي افغانان هغه مهال د نیول کېدو له خطر سره مخ کېږي چې پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد ونه لري.

کډواله مریم په دې هکله وايي:«دا چې کله پاکستاني پوځیان د افغانانو د راټولو لپاره راځي او په کوم جرم افغانان نیسي، هېڅ معلومه نه ده.»

بلخوا د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د افغانستان سر کونسل وايي، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو پر مهال یې د افغان کډوالو د ثبت یا POR کارتونو د نوي کولو غوښتنه کړې ده.

عبدالجبار تخاري طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«موږ د پاکستان له حکومته او ملګرو ملتونو غواړو چې د کارټونو وخت وغځوي چې هغوی ته اسانتیا رامنځته شي. په بل صورت کې د دغو کارټونو له ختمېدو وروسته، پولیسو هغوی ځوروي. بندیان کوي او د هغوی ستونزې زیاتېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د کډوالۍ په چارو کې د عالي کمېشنرۍ له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ۵ اعشاریه ۷ مېلیونه افغان کډوال نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.
 
د یونان په اوبو کې د افغان وګړو مړینه

د اسلامي امارت ویاند وايي د ډوبو شویو افغانانو د پېژندنې په تړاو له یوناني چارواکو سره په اړیکه کې دی او له پېژندل کېدو وروسته به هېواد ته را ولېږدول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه