هېوادوالو نن (چهارشنبې، د چنګاښ ۷مه) د لوی اختر لومړی ورځ ولمانځله.
په دې ورځ ځينې هېوادوال د نویو کالیو له اغوستو او د لوی اختر له لمانځه او همداراز له قربانۍ وروسته د خپل خپلوانو کره ځي او په دې توګه لوی اختر لمانځي.
ځينې کابل مېشتي وايي دا چې د اختر لومړۍ ورځ یې په امنه فضا کې تېره کړه خوشحاله دي.
کابل مېشتی امانالله طلوعنیوز ته وايي:«اختر ښه دی او خوشحالي ده او د خلکو تګ راتګ هم ښه دی. چکر او تفریح ته ځي.»
بل کابل مېشتی عطا هم څرګندوي:«نن راغلي یوو چې اختر ولمانځو، د نورو کلونو پرتله فضا ډېره امنه ده.»
خو بلخوا بې وزلۍ او تنګسیا بیا د ځينو هېوادوالو پر اختر سیوری غوړلی دی.
د کابل په دې څنډه کې ۶۰ کلن اصغر چې، د بوټونو پر ګنډلو بوخت دی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې اختر ته څه تابیا نه ده نیولې.
اصغر د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«اوه کسه یوو چې یو څو روپۍ کار وشي چې هغوی ته یو څه پرې وپېرم، زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی.»
بېوزله ګلالۍ هم څرګندوي:«موږ اختر ته جامې نه دي کړي، پلار مې پیسې نه لري چې موږ ته جامې وپېري.»
ورته مهال د ویلو ده، ځينې هغه نجونې چې د زدهکړو او تحصیل له دوامه پاتې شوي وايي د اختر لمانځنې ته یې زړه نه کېږي او له اسلامي امارته غواړي چې، د نجونو پر مخ پاتې ښوونځي او همداراز پوهنتونونه پرانیزي.
په دې اړه مو اندونه