Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سویډن کمېټه: د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ژمن یوو

د افغانستان لپاره د سویډن کمېتې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې کمېټې ځينې فعالیتونه په افغانستان کې درول شوي دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې زیاته کړې چې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته ژمنه ده او هڅه کوي چې د حل لارې لپاره له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.

دغه بنسټ همدارنګه څرګنده کړه چې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ۸ زره کارکوونکي لري.
  
د سویډن کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي:«د سویډن کمېټه له افغان ولسه د ملاتړ په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده او هڅې کوي چې د خپلو فعالیتونو د بیا پېل لپاره لازم مجوز ترلاسه کړي. موږ همداراز د مخته تګ لپاره د یوې لارې د موندنې په موخه په ملي او سیمه‌ییزه کچه له اسلامي امارت سره د خبرو او تعامل په لټه کې یوو.»

د سویډن کمېټې په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې چې دغې کمېټې یوازې پروسږکال ۱۳۳ زره افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې او ۲ اعشاریه ۵ مېلیونه کسانو ته یې روغتیايي خدمات برابر کړي او همداراز یې له شلو زرو معلولینو سره هم مرستې کړې دي.

اسلامي امارت څه موده مخکې په سویډن کې د قران‌کریم د یوې نسخې د سوځولو په غبرګون کې، په افغانستان کې د سویډن د بنسټونو فعالیت لغوه اعلان کړ.

د سیاسي چارو شوونکی عزیز معارج په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په افغانستان کې د سویډن د مرستندویه بنسټونو تړلي پاتې کېدل د افغانستان د ملت په زیان دي. نو د اسلامي امارت چارواکي باید پر همدغې غندنې بسنه وکړي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی آذرخش حافظي هم څرګندوي:«سویډني موسسې چې په افغانستان کې ۴۰ کلنه مخینه لري، باید د افغانستان د قوانینو او د افغانستان د خلکو د ارزښتونو په چوکاټ کې دوام وکړي. نه یوازې دا چې منع نه شي، بلکې باید ورته اسانتیاوې رامنځه کړل شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، تر هغې چې، سویډن د قرانکریم یوې نسخې ته د سپکاوي په تړاو له اسلامي نړۍ بښنه ونه غواړي، سویډني بنسټونه نه‌شي کولی چې په هېواد کې فعالیت وکړي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«موږ د اوس لپاره د سویډن ټول فعالیتونه تر هغې چې په دې هکله بښنه ونه غواړوي او ژمنه ونه‌کړي چې نور به نه تکرارېږي، موږ د سویډن فعالیتونه درولي دي.»

داسپه داسې حال کې ده چې یوه عراقي الاصله سویډني په تېر زیږدیز میاشت کې په استاکهولم ښار کې د قرانکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ. اسلامي امارت بیا د چنګاښ پر شلمه د یادې پېښې په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډني بنسټونو فعالیتونه ودرول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه