Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ۷ کلن ځنډ وروسته د قیصار-لامان حلقوي سرک د درېیمې برخې د چارو پیلېدل

د قیصار-لامان حلقوي سړک د درېیمې برخې چارې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې له اووه کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شوې.

د بادغیس د ټولګټو چارو رییس عبدالرحمن رحماني وایي، د دغه سړک د درېیمې برخې چارې به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هغه په خبره، د دې پروژې لګښت د غور ولایت د سربو کان له عوایدو ورکول کېږي.

د بادغیس د ټولګټو چارو رییس عبدالرحمان رحماني وايي: «کان په غور کې دی، پر هغه کان کار پیلېږي او په مقابل کې یې د دې سړک تړون ورکړل شوی دی، په‌دې سرک کې درې یا څلور شرکتونه کار کوي او هر یوه ته یوه برخه ورکړل شوې ده.»

په همدې حال کې د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي او موټر چلوونکي د دغه سړک د چارو په پیلېدو سره خوښ دي او له مسوولانو غوواړي چې د دې سړک ټولې برخې بشپړې او له چارو یې جدي څارنه وکړي.

د بادغیس اوسېدونکی اقا ارباب شیخ الاسلامي وايي: «د قیصار-لامان په څېر بېخ‌بنايي او پراختیايي پروژې باید عملي شي، داسې نه چې موږ یې د چارو د پرانیستلو شاهدان واوسو او څه موده کار وشي، خو بېرته وځنډېږي او له دې لارې خلک په کړاو کې شي.»

په بادغیس کې یو موټر چلوونکی رضا خان وايي: «کله چې دغه لار خرابه وه، له نهو نه تر لسو ساعتونو پورې لار وه، که دغه لار جوړه شي، څلور نیم تر پنځه ساعته لار ده.»

بل‌خوا، د بادغیس والي وایي، هڅه کوي چې ژر تر ژره د حلقوي سړک پاتې چارې بشپړې کړي.

د بادغیس والي عبدالصمد جاوید وايي: «دې ته زمینه برابره شوې چې د بادغیس حلقوي سرک له هرات نه تر فاریاب پورې پیل شي، دغه کار به دوام پیدا کړي او پای ته به ورسېږي، انشاء الله د دویم ځل لپاره به نه ځنډول کېږي.»

د قیصار-لامان حلقوي سړک ۲۳۳ کیلومټره اوږدوالی لري چې د لوېدیځ حوزې ولایتونو له شمال سره نښلوي. د دې پروژې چارې په ۱۳۹۶ کال کې د تېر حکومت له لوري پیل شوې، خو د زیاتو لګښتونو سره-سره، لا هم دا پروژه نیمګړې پاتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه