Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لوړو زده‌کړو وزارت د خصوصي تحصیلي بنسټونو غیررسمي څانګې وتړلې

د لوړو زده‌کړو وزارت په کابل کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د غیر رسمي څانګو له تړل کېدو خبر ورکوي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیا‌‌ءالله هاشمي وايي هغه خصوصي تحصیلي بنسټونو چې په کابل او ولایتونو کې په خپل‌سر د تحصیلي مرکزي بنسټ ترڅنګ یې دویمه او درېیمه څانګه رامنځته کړې ده د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا تړل شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«د معیاري کولو، پياوړتیا، ملاتړ او د لوړو زده‌کړو وزارت د اصولو د طبیق په منظور دغه پرېکړه شوې ده.»

ګل رحمان قاضي په کابل کې د لوړو زده‌کړو د یوه بنسټ څښتن دی. دی چې په تحصیلي بنسټونو کې د محصلانو د نوم‌لیکنې کمېدو ته اندېښمن دی، د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هېواد کې د لوړو زده‌کړو د موسسو د دویمو او درېیمو څانګو تړل کېدل د هېواد په زیان ګڼي.

ګل رحمن قاضي د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«په ټول کې د ټولنې او اشخاصو په ګټه نه دی او دا چې دولت د ټولنې او خلکو په راس کې دی نو د دولت په ګټه هم نه دی.»

بل خوا، د تحصیلي بنسټونو ځينې مسوولان او د پوهنتون استادان له لوړو زده‌کړو وزارته غواړي چې د تحصیلي بنسټونو د دویمو او درېیمو څانګو (نماینده‌ګیو) د تړلو په تړاو پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

بهرام بحري په دې هکله وویل:«یو له عواملو یې دا دی چې یوه پوهنتون د ډېرو زده‌کړیالانو د جلب لپاره خپل یوه بله څانګه په بل ځای کې جوړه کړې ده.»

د لوړو زده کړو د یوې موسسې مسوول امرالدین اماني څرګنده کړه:«که‌چېرې د یوه تحصیلي بنسټ پر ځای لس تحصیلي بنسټونه وي د دې پر ځای چې لس تنه پر کار شي په سلګونه تنه بوختېږي. نو د دولتونو مسوولیت دی چې د لوړو زده‌کړو له بنسټونو سره مرسته وکړي.»

د پوهنتون استاد حبیب الله بغلانی هم وايي:«کله چې څېړنه وکړه او معلومات یې ترلاسه کړل چې جواز نه‌لري بیا د هغوی حق دی چې وې تړي او پوښتنه وکړي چې له جواز پرته مو ولې پرانیستي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو د موسسو ټولنې د لوړو زده‌کړو په خصوصي موسسو کې د نوم‌لیکنې د ۷۰ سلنه کموالي خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه