Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پلازمېنې اوسېدونکي: ټول امنیتي ځواکونه باید یونېفورم ولري

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي د کابل په ځينو برخو کې له یونېفورم پرته د اسلامي امارت ځواکونو پر تګ، راتګ نیوکه کوي.

دوی وایي، چې په شخصي جامو کې د امنیتي ځواکونو پېژندل سخت دي او له اسلامي امارته غواړي چې ټول امنیتي ځواکونه پر پوځي یونېفورم سمبال کړي.

  د کابل اوسېدونکی عبدالله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د اسلامي امارت د ارګانونو ځواکونه هېڅ مشخص نه دي. په هر چک پاینټ (پلټن‌ځای) کې چې درېدلي وي، هېڅ مشخصه نه ده چې نظامي دی او که ملکي.»

د کابل اوسېدونکی همایون هم څرګندوي:«د محترمو مجاهدینو یونېفورم معلوم کړی چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له یونېفورم څخه هرڅوک استفاده ونه‌کړي. خدای مه‌کړه څوک د مجاهدینو له یونېفورم سره بد کار کوي او نوم د امارت بد وي.»

اخوا، د نظامي چارو ځينې شنوونکي پر دې باور دي، چې د یونېفورم لرل د امنیتي ځواکونو لپاره یو نظامي مکلفیت دی.

د نظامي چارو شنوونکی عبدالمتین محمدخېل څرګندوي:«کله چې په نظامي چوکاټ کې راغلي، اړینه ده چې ټولې لایحې او نظامي اصول نامې پر ځان تطبیق کړي، د هغوی یوه له یونېفورم څخه استفاده ده.»

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت پر شپېته سلنه امنیتي ځواکونو نوی یونېفورم وېشل شوی او دغه بهیر لاهم روان دی.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د دغه بهیر کار ټکنی روان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل:«په ټول کې تاسې پوهېږئ چې د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چاو وزارت پورې په اړوندو پولیسو باندې ۶۰ سلنه یونفېورم وېشل شوی او په راتلوونکي کې هم متوجه یوو چې د وېش بهیر پېل شي او الحمدالله چې پېل به شي.»

دا په داسې حال  کې ده، چې تر دې وړاندې هم هېوادوالو د امنیتي ځواکونو د مشخص یونېفرم له نه‌لرلو شکایت درلود او پر امنیتي ځواکونو یې د مشخص یونېفورم د وېشلو غوښتنه کړې وه.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د دغه بهیر کار ټکنی روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه