د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په تړاو د اندېښنو په لړ کې داځل د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر وایي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، په پاکستان کې وضعیت ښه نه، بلکې لا خراب شوی دی.
انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري پرېښودل شویو تجهیزاتو ته په نغوتې سره وایي چې په جګړه کې د ترهګرو ډلو وړتیا لوړه شوې او له پاکستان وروسته به د سیمې هېوادونه هم له ورته وضعیت سره مخ شي.
هغه دغه راز په افغانستان ټيکاو په پاکستان کې ټيکاو ته اړین بولي.
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي:«په دې تړاو ډېرو خلکو ویل، چې زموږ په فکر که طالبان د سوېلي پولې هغې غاړې ته واک ته ورسېږي، نو د پاکستان لپاره به وضعیت نسبتاً ښه شي، خو ښه شوی نه دی، بلکې خراب شوی دی.»
خو اسلامي امارت د دغه پاکستاني چارواکي د ادعا په ردولو سره وایي، چې په افغانستان کې پاتې تجهیزات د اسلامي امارت په واک کې دي او په دې اړه د نورو هېوادونو اندېښنه بې بنسټه ده.
په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رییس سهیل شاهین په دې هکله وايي:«له امریکا پاتې شوې نظامي تجهیزات د اسلامي امارت وسلهوال پوځ په خوندي لاس کې دي، هېڅوک دې اندېښمن نه وي او په دې برخه کې اندېښنه حقیقي نهده بلکې د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات دي.»
بل پلو، د سیاسي چارو ځينې شنوونکي وایي، چې په پاکستان کې اوسنی وضعیت د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد د دوه مخې تګلارې پایله ده.
د سیاسي چارو شنوونکی محمد سلیم پیګر څرګندوي:«هر وخت چې د افغانستان خلک یوه ساه اخلي او یا له بهرنیو نظامي تجهیزات پاتې کېږي هغوی شور ماشور کوي چې د نړۍ ستر ځواکونه دغه تجهیزات له منځه یوسي.»
د نظامي چارو شنوونکی محمد زلمی افغانیار په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې دغه تجهیزات د تېرو حکومتونو په څېر پاکستانیانو ته رسېدل، هېڅکله به پاکستانیانو دغه پیام نړۍوالې ټولنې، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته نهدرلود. هیله لرم چې پاکستانیان دې پایلې ته رسېدلي وي چې په ګاونډ کې یې باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د سیمې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په ګډون د ترهګرو ډلو د نفوذ په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده، خو اسلامي امارت دغه اندېښنه بې بنسټه بللې ده.
په دې اړه مو اندونه