Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاسپورټ غوښتونکي: د پاسپورټ د وېش بهیر له پڅوالي ستومانه شوي یوو

د پاسپورټ یو ډېر شمېر غوښتونکي په ټول هېواد کې د پاسپورټ د وېش بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي.

د هغوی ځينې وايي چې میاشتې میاشتې کېږي د پاسپورټ د اخیستو په تمه دي؛ خو بریالي شوي نه‌دي.
 
محمد عظیم چې د پاسپورټ اخیستو په موخه له بلخه کابل ته راغلی وايي، څه باندې یو کال مخکې یې نوم‌لیکنه کړې خو تر اوسه یې پاسپورټ نه دی ترلاسه کړی.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې د پاسپورټ د وېش بهیر ګړندی کړي.

د بلخ اوسېدونکي محمد عظیم وویل:«که‌چېرې زموږ د پاسپورټ کار په مزار او سمنګان کې وشي ځکه د مزار اوسېدونکي یوو، راضي یوو خو تراوسه دا ډول سیسټم رامنځته شوی نه دی او په کابل کې تاریخ وهي او موږ نن سرګردانه شو او دلته راغلو.»

د پاسپورټ غوښتونکی محرم علي هم وايي:«پنځلس میاشتې کېږي چې نوم‌لیکنه مې کړې ده؛ خو تراوسه مې نوبت نه دی رارسېدلی. څو ځله مې عریضه هم وکړه خو حکم یې را نه کړ.»

د کابل ځينې اوسېدونکي بیا د پاسپورټ له عمومي ریاسته غواړي چې په پلازمېنه او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش مراکز زیات کړي.

د کابل اوسېدونکی فرشاد طلوع‌نیوز ته وايي:«د پاسپورټ ریاست باید خپل کارکوونکي زیات کړي، مرکزونه زیات کړي چې د خلکو ستونزې حل شي.»

له دې سره سم، په پاکستان کې مېشت ځينې افغان کډوال هم وايي په دغه هېواد کې یې د افغانستان سفارت ته د پاسپورټ ترلاسه کولو په موخه مراجعه کړې خو د برېښنايي پېژندپاڼې د نه درلودلو او ځینو نورو ستونزو له امله تر اوسه پر دې چاره نه دي بریالي شوي.

پاکستان افغان کډوال شاه رخ څرګندوي:«یو ډېر شمېر افغانان چې پاسپورټ نه‌لري، هڅه کوي چې پاسپورټ واخلي له بدغه مرغه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د خلکو له حده زیات له ور ماتېدو سره مخ دي.»

خو و مو نشو کړای چې په دې تړاو د پاسپورټ ریاست نظر واخلو.

تر دې مخکې، د پاسپورټ د عمومي ریاست رییس له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې تر راتلونکو ۲ تر ۳ میاشتو پورې به په کابل کې د پاسپورټونو د وېش درې نور مرکزونه هم جوړ شي.
 
له دې سره سم، په پاکستان کې مېشت ځينې افغان کډوال هم وايي چې د پاسپورټ د اخیستو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه