Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د احمد شاه مسعود ۲۲ تلین

د وږي اتلسمه د احمد شاه مسعود له ۲۲ تلین سره برابره ده. مسعود د پخواني شوروي د سره پوځ د یرغل پر وړاندې مبارزه کې له پېژندل شویو څېرو څخه و.

د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په ګډون ځينو سیاسي څېرو هم د اېکس خواله رسنۍ پر خپلو پرپاڼو لیکلي چې د افغانستان معاصر تاریخ کې د احمد شاه مسعود سیاسي او پوځې مبارزې او کارنامې ارزښتناکې او نه انکارېدونکي دي.
 
حامد کرزي لیکلي:«شهید احمد شاه مسعود زموږ د هېواد ستر مجاهد او په هېواد مین شخصیت و چې تر شهادته یې د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره نه هېرېدونکې مبارزه وکړه.»

عبدالله عبدالله هم لیکلي:«احمدشاه مسعود چې د افغانستان یو باتدبیره شخصیت و، د زړه له کومې پر دې باور و، چې د هېواد د ستونزو حل د هېواد د ټولو وګړو د مساوي حقونو په تامین کې نغښتی دی.»

احمد شاه مسعود د ډګروال دوست محمد خان زوی د ۱۳۳۲ کال د وږي په یوولسمه د پنچشېر ولایت په جنګلک کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دی. مسعود خپل ماشوماتوب په پنجشېر کې تېر کړ او په پنځه کلنۍ کې په ښوونځي کې شامل شو، خو د خپل پلار د دندې د بدلېدو له امله یې خپلې زده‌کړې په هرات او وروسته په کابل کې بشپړې کړې.

د کابل پوهنتون د انجنینرۍ پوهنځي ته له بریالي کېدو سره سم، په ۱۳۵۲ کال کې په رسمي توګه د افغانستان د اسلامي نهضت غړی شو او په ۱۳۵۴ کال کې یې د وخت د حکومت پر وړاندې د پنجشېر د لومړي پاڅون قومانده پرغاړه واخیسته.

د افغانسان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني د احمد شاه مسعود د شخصیت په هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«غښتلی، مسلمان، هوډ لرونکی او بالاخره په خپله خبر ولاړ سړی و.»

احمد شاه مسعود د تحصیل له پرېښودو وروسته، په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو وختونو کې د سره پوځ پر وړاندې جهاد ته دوام ورکړ.
دغې پخوانۍ جهادي څېرې د سولې د ټينګښت لپاره له روسانو سره اوربند اعلان کړ، دغه اوربند مسعود ته فرصت ورکړ چې «شورای  نظار» چې د افغان مجاهدینو د ډلو یو اېتلاف و او د شوروي پر وړاندې یو تر ټولو پوځي او چریکي تشکیل ګڼل کېده، جوړ کړي.

د نظامي چارو شنونکی سید مقدم امین په دې هکله وايي:«په دې کې شک نشته چې احمدشاه مسعود یو مجاهد و، د ملت د یوې سترې بدنې په مشرۍ د سره پوځ له ځواکونو سره وجنګېد او ښې کارنامې یې په یادګار پرېښودې؛ خو د ګوندونو ترمنځ اختلافونو د ټولنې روان ته یو څه زیان ورسوه.»

د نظامي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل هم څرګندوي:«تر کومه ځایه مې چې د هغه اډیولوژۍ مطالعه کړې، د پاکستان پر ضد وه او نه یې غوښتل چې افغانستان ته پردۍ ډلې راشي. واقعاً یو مسلمان و.»

بالاخره پخوانی جهادي قومندان احمد شاه مسعود دوه ویشت کاله وړاندې د وږي په اتلسمه، د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه