Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني: اسلامي امارت د تحصیلي فرصتونو د رامنځته کېدو په هڅه کې دی

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي اسلامي امارت هڅه کوي چې په هېواد کې ځوانانو ته غوره تحصیلي فرصتونه برابر کړي.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وایي، چې د بل هر وخت پرتله په هېواد کې د دیني او عصري زده‌کړو زمینه برابره شوې او اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هېواد کې ځوانانو ته ښه تحصیلي فرصتونه برابري کړي.

د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وايي:«نن الحمدالله د اسلامي امارت له چارواکو سره څو لیدلوري شتون لري چې په دې کې به ځوانان یوه ځای ته ورسېږي او دغه ځوانان به د هېواد راتلوونکی جوړ کړي او دغه ځوانان به افغانستان له اوسنيو کړکېچونو بهر کړي.»

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مرستیال محمد فقیر هم په دې هکله وايي:«دا غونډه ډېره ګټوره ده او دا نوښت یو ډېر ښه نوښت دی او تاسو ټولو ته دې مبارک وي. دا ستاسو د زحمتونو پایله وه او الله دا مقام درته نصیب کړی.»

بل خوا، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري  وایي چې اسلامي امارت به ځوانانو ته ښې کاري زمینې برابرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري زیاتوي:«ډاډ ورکوم هرډول چې کېږي ان‌شاالله د دیني او عصري زده‌کوونکو ملاتړ کوي او ورته د کار زمینه برابروي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کانکور ازموینې غوره ګډونوال له اسلامي امارته غواړي، چې په هېواد کې ټولو ته د زده‌کړو لار هواره کړي او زیاتوي، چې د تحصیلي بورسونو په برخه کې دې هم ورسره مرسته وشي.

د کانکور ازموینې د لومړي مقام ګټونکی محمود وايي:«شرایط داسې دي چې له بده مرغه په هېواد کې ټولو ته د زده‌کړو زمینه برابره نه ده، موږ هیله لرو چې ډېر ژر زمینه برابره شي.»

د کانکور ازموینې د دریم مقام ګټونکی عبدالباعث هم څرګندوي:«زموږ غوښتنه همدا ده چې موږ ته د بورسیو زمینه برابره شي چې موږ وکړای شو په بهر کې په مسلکي توګه زده‌کړې وکړو او بېرته هېواد ته راستانه شو او خدمت وکړو.» 

دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پر نجونو د کانکور ازموینې د ګډون فورمې ووېشل شوې، خو په کانکور ازموینې کې هېڅ نجلۍ زده‌کوونکې ګډون نه درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه