د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نړۍ په کچه د افغانستان په تړاو جوړېدونکو غونډو کې د ښځو پر معنا لرونکي حضور ټینګار کوي.
رینا امیري پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو وروستیو غونډو وښوده چې په افغانستان کې د ښځو مسئله د نړۍوالې اجنډا په سر کې ده.
رینا امیري لیکلي:«د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۸مې غونډې په لړ کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه د وزیرانو د غونډې په ګډون په لوړه کچه څو پروګرامونه جوړ شول، چې پهکې ښکاره پیغام دا و کهچېرې طالبان د افغانانو حقونو ته درناوی ونهکړي او د نفوس نیمایي برخه یې له منځه یوسي، دا تمه نهشي کولای چې د نړۍوالې ټولنې برخه دې وي.»
مېرمن امیري پرهغه څه چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې ځپونکې تګلارې بولي، هم نیوکه کوي او وایي، چې اسلامي هېوادونه دا تګلارې د افغانستان لپاره ورانوونکې ګڼي.
هغه دغه راز زیاتوي چې په وروستۍ یوې میاشت کې د ځينې هېوادونو له استازو سره د نوموړې په کتنو کې پر دې هوکړه شوې چې له افغانانو په تېره بیا، له ښځو د ملاتړ لپاره ډېپلوماټیکې هڅې دوام ومومي.
دیني عالم عبدالقانع قانت وايي:«د نړۍ نامتو عالمانو هم غږ پورته کړ چې په اسلام کې د ښځو زدهکړو او کار په هکله هېڅ ممانعت نشته. ښځې کولای شي چې د اسلام دین په چوکاټ کې کار وکړي، زدهکړې وکړي او د اوسني حکومت چارواکو هم په ځلونو همدا ویلي دي چې موږ د دین په چوکاټ کې ښځو د د زدهکړو حق ورکوو.»
ورته مهال د ښځو د حقونو ځينو فعالانو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو د مسایلو د حل لپاره له عمل پرته تشې هڅې بې پایلې دي.
د ښځو د حقونو د برخې فعاله ثریا پیکان طلوعنیوز ته وايي:«سرپرست حکومت دې وخت نه ضایع کوي او د خپلو وګړو حقوق دې په پام کې ونیسي او خپل مسوولیت دې ادا کړي. کهچېرې خپل مسوولیت ګڼي، باید اجازه ورکړي چې ټولې ښځې خپلو بشري حقونو ته ورسېږي.»
هغې لیکلي:«په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په اړه بېلابېلې غونډې جوړې شوې، چې په دغو غونډو یوه د بحث وړ مسئله د ښځو موضوع پاتې شوې ده.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې په دې برخه کې د نړۍ هڅې پایلې ته نه دي رسېدلي؟»
بلخوا، که څه هم اسلامي امارت اوس د ښځو د کار او زدهکړو په تړاو څه نهوايي، خو تر دې وړاندې یې تل ویلي چې د شرایطو په برابرولو سره به نجونې بېرته خپلو ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنې شي.