Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په لوېدیځ کې د تېرې شپې چاودنې ګڼ غبرګونونه راپارولي

د کابل په لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د ولسي وګړو د لېږد پر موټر د تېرې شپې چاودنې ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغه برید له غندلو سره، هغه یې یو بشري جنایت بللی دی. 

د هېواد پخواني ولسمشر ویلي:«د کابل په دشت برچي کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه چې په پایله کې یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي، په کلکو ټکو غندم او دغه ترهګریز عمل بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو پر خلاف ګڼم.»

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ دغه پېښه وحشتناکه ګڼي او د دغې پېښې د بشپړې څېړنې او د هغې د عاملانو د پېژندنې  او موندنې غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بنټ لیکلي:«د کابل په دشت برچي سیمه کې د ولسي وګړو پر یوه بس موټر د برید له امله د ځينو کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو بوږنونکي راپورونه شته. دا برید په څه کم یوه میاشت کې پر هزاره ګانو درېیم برید دی. زه د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې په موخه د بشپړو او رڼو څېړنو غوښتونکی یم.»

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې کرن دیکر هم د ولسي وګړو پر موټر چاودنه غندلې او د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

 بلخوا د اسلامي امارت ویاند د دغې پېښې په تړاو له څېړنو ډاډ ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو وايي:«موږ بیا هم دغه جنایت‌کاران چې دغه وروستۍ جنایت یې ترسره کړی، هم په کابل او هم په ولایتونو کې تعقیبوو، د افغانستان د اسلامي امارت استخبارات او همدارنګه امنیتي ارګانونه ټول د دې په لټه کې دي چې دغه جنایت‌کاران پیدا او په سزا یې ورسوي.»

بلخوا ځینې کابل مېشتي وروستیو چاودنو ته د اندېښنې په څرګندولو سره د امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سې‌شنبې پر ماښام  مرګونې چاودنې مسوولیت، چې له امله یې ۷ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شوي دي، داعش ډلې منلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه