Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېل ټرنر: افغانستان کې د ناروې د کډالو پلاوي له ۷۵ زره کډوالو سره مرستې کړي

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناورې د پلاوي دفتر له پاکستانه د را ایستل شویو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دغه بنسټ وایي له لسګونه زره راستانه شویو افغانانو سره یې مرستې کړي خو افغانستان ته راغلې افغان کورنۍ وایي راروان سخت ژمي ته اندېښمن دي.

دغه راستنې شوې کورنۍ وایي خپلې ټولې شتمنۍ یې شاته پریښي او اوس له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.

راستانه شوې افغانه، زرمینې و ویل: «دا دوه ورځې کیږي چې دلته پراتو یو، ډیرې ستونزې لرو. موږ ته دې ځای مالوم کړي، هوا سړه ده او د ماشومانو مو ساړه کیږي.»

له پاکستانه ځینې نورې رااېستل شوې کورنۍ له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، په دې سخت وضعیت کې یې لاسنیوی وکړي.

راستون شوی افغان، پاچا طلوع نیوز ته و ویل: «دلته مو ځای نشته، کور مو نشته په کرایې مو یو ځای نیولی دی.»

بل راستانه شوي افغان، خان آغا و ویل: «موږ سره دې مرسته وشي ترڅو زموږ ستونزې حل شي.»

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر بیا ویلي، هغه افغانان چې له پاکستانه رااړول شوي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دوی له ۷۵ زره افغانانو سره مرستې کړي دي.

افغانستان کې د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي دفتر مسوول، نېل ټرنر و ویل: «د ناروې دفتر ۷۵ زره کسانو ته مرستې رسولي دي. په دې مرستو کې حقوقي مرستې، د مدني اسنادو په اړه د سلا مشورو ورکړه او د کار موندنې لپاره د مالوماتو ورکړه شامل دي؛ ځکه دغه هغه مسایل دي چې، هغوی یې ډېر اندېښمن کړي دي. موږ همداراز دې ته اندېښمن یوو چې، ډېری را اړول شوي افغانان په اسانۍ سره هغو سیمو ته چې غواړي ولاړ شي، نشي تللی؛ نو له همدې امله هغوی په بندرونو کې په لنډ مهالي پنډغالو کې ځای پر ځای کېږي.»

اقتصاد وزارت بیا وايي، له پاکستانه را اړول شویو افغانانو ته به د هېواد په بنسټيزو پروژو کې د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «اسلامي امارت هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو لپاره بېلابېل پلانونه لري، د کورونو، زده کړو او دولتي او خصوصي سکټورونو کې د دوی د جذب برخو کې کارونه کوي.»

له دې سره سم، د سره صلیب نړۍوال فډراسیون او د سرې میاشتې ټولنې په یوه راپور کې له پاکستانه د افغانانو د رااېستنې په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې، په دې بهیر کې ۱ اعشاریه ۳ میلیونه افغانان اړ دي چې، له پاکستانه ووځي  او په وینا یې هغوی په افغانستان کې هم د اوسېدو لپاره ځای نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه