Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د حکومت پر دوو چارواکو د بندیز لګول کومه پایله نه‌لري

اسلامي امارت پر دوو حکومتي چارواکو د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت وروستي بندیزونه غندلي او ویلي چې د بندیزونو لګول د حل لار نه‌ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې د بشري حقونو پر نقض د نورو تورنول او پر هغوی د بندیزونو لګول د توجیه وړ نه‌دي او غیر منطقي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، امریکا د اسراییلو د ملاتړ کولو له امله د بشري حقونو لویه ناقضه ده.

ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:««دا بندیزونه کومه پایله نه‌لري که‌چېرې دوام هم وکړي پر امارت او د افغانستان پر خلکو کومه اغېزه نه‌لري، د دې لپاره چې موږ له امریکا سره کوم مالي او سوداګریز تعامل نه‌لرو.»              

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي او د علومو د اکاډمۍ رییس فرید الدین محمود د هغو دوو چارواکو په توګه یاد شوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونونو د نقض په تېره بیا د نجونو پر زده‌کړو په بندیز کې د رول لرلو له امله پرې بندیز لګول شوی دی.

دغه بندیزونه د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د اسلامي امارت پر دوو چارواکو لګول شوي.

د ښځو د حقونو فعاله ثریا پيکان په دې هکله وايي:«د عامو مسایلو له پلوه به د نړۍ په کچه یو ډېر ښه انعکاس ولري، د دې لپاره چې د یوه دولت پر کسانو بندیز لګول کېږي؛ خو دننه په افغانستان کې به دغه بندیزونه د افغان ښځو پر وضعیت او د نجونو پر زده‌کړو به اغېزه ونه‌لري.»

د پوهنتون استاد سید مصطفی مرتضوي هم وویل:«هغه څه چې ډېر مهم دي دا دي چې باید ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړو پاتې کېدو په تړاو اصلاحات رامنځته کړي.»

د سیاسي چارو شنوونکی سید جواد سجادي څرګنده کړه:«پر طالب چارواکو د بندیز لګول به د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي، او په افغانستان د بشري حقونو نقض بې‌ځوابه نه‌پاتې کېږي.»

ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړو استازو توماس وېسټ او رینا امیري او د افغانستان لپاره د امریکا د سفارټ شارډافېرې د خپل هېواد دغه ګام ستایلی دی.
 
رینا امیري پر خپلې اېکس پاڼه په افغانستان کې د نجونو او ښځو په ځپلو کې د ښکېلو کسانو د ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.

مېرمن امیري لیکلي:«نن د امریکا متحده ایالتونو منځنیو زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي د محدودولو په تړاو پر خالد حنفي او فریدالدین محمود بندیزونه صادر کړي دي. موږ باید د ځواب ورکړې ته د هغو کسانو اړولو ته دوام ورکړو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ځپلو کې لاس لري.»

تر دې وړاندې اروپایي ټولنې هم د سترې محکې د رییس او د پوهنې او عدلیې وزارتونو د سرپرستونو نومونه د بشري حقونو د نقض په تېره بیا له زده‌کړو د نجونو د محرومولو له امله د دغې ټولنې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي وو.

د امریکا د خزانه‌دارۍ وزارت اعلان کړی چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر سرپرست او د علومو اکاډمۍ پر رییس د بشري حقونو د نقض له امله بندیز لګولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه