Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د واکمنېدو را وروسته ۳۵۰ تعزیري حکمونه پلي شوي

 د سترې محکمې د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې نږدې درې سوه او پنځوس تعزیري حکمونه پلي شوي دي.

ستره محکمه وايي چې تعزیري حکم د قاضي القضات له لوري پر هغو مجرمینو چې د حدودو شرایط یې بشپړ کړي نه وي صادریږي چې په درو وهل او زندان ته اچول په کې شاملېږي.

د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد وویل: « د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې تر دې مهاله پر نږدې ۳۵۰ مجرمینو او تورنو تعزیري حکم عملي شوی دی.»

ځينې شنونکي وایي چې، په اسلامي نظامونو کې د جرمونو د کمېدو په موخه تعزیزي حکم د هغه اصولو ته په پام سره پلی کیږي.

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالجمیل شېراڼي وویل: « د ډېرو هغو کسانو لپاره چې په ټولنه کې ژوند کوي ښه درس دی او دوی نور جرم نه ترسره کوي او دغه راز تعزیري سزاګانو ته چې په اسلام کې جواز ورکړ شوی او قاضي ته هم صلاحیت ورکړ شوی، چې د مسلمانانو په ګټه اوسي.»

 بل خوا، یو شمېر نور حقوق پوهان هم د مجرمینو او د تورنو کسانو د مجازاتو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د حقوقي چارو شنونکي، محمد اصف فقیري په دې اړه وویل: « د یوې ټولنې یا دولت حقوقي جزا یو له هغو حکمي ارزښتونو څخه دی چې د خلکو د استازو، د علماوو له خوا تصویب کیږي او قاضي د هغې پر بنسټ حکم صادروي.»

د سیاسي چارو شنونکي،سید قریب الله سادات هم څرګنده کړه: « خو کله چې وضعیت ښه شي، د شریعت قانوني او اصولي اړخ دې نور هم زیات په پام کې ونیول شي، خلک یې هرکلی کوي.»

دوه ورځې وړاندې وروستی تعزیري حکم په کابل کې پر یوه کس چې پر زنا تورن و، پلي شو.  د دغه کس دوسیه د کابل ښار د لومړنۍ محکمې له لوري تر څېړل کېدو وروسته د سترې محکمې له لوري تایید شوه او پر ۳۵ درو او یو کال زندان محکوم شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه