Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالي خبر ورکوي

له جرمنو او نشه‌يي توکو سره د ملګروملتونو د مبارزې څانګه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په کښت کې د پام وړ کموالي خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، د تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان په نړۍواله کچه د نشه‌يي توکو د تولید په برخه کې لومړی مقام خپل کړی و.

خو اوس ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکېله د پام وړ راکمه شوې او د افغانستان پر ځای، میانمار د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی چې د نشه‌يي توکو تولید په‌کې زیات دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د څانګې د ارزونې پر بنسټ، د نورو کلونو پر تله په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۹۵ سلنه راکمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجارېک وايي:«د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر یوه نوې ارزونه کړې چې پر بنسټ یې، تېر کال په میانمار کې د نشه‌يي توکو تولید د پام وړ زیات شوی او د لا پراخېدو لور ته روان دی. په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کرکېلې له راکمېدو وروسته، اوس په نړۍواله کچه میانمار د تریاکو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد پېژندل کېږي.»

اخوا، ځينې کروندګرو چې بدیل کښت ته یې مخه کړې، له اسلامي امارته غواړي چې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

روزګان کې کروندګر ولي محمد وايي:«کله چې مو تریاک کرل، هغه لوړه بیه لرله او زموږ د کورنۍ اړتیاوې یې پوره کولې؛ خو اوس چې د تریاکو کښت منه شوی زموږ اقتصاد کمزوری شوی دی.»

روزګان کې بل کروندګر عبدالولي هم څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې د کوډ په برخه کې له موږ سره همکاري وشي؛ موږ یوه بوجۍ سره په اوه تر اوه نیم زورو افغانیو اخلو.»

ورته مهال، اسلامي امارت بیا وايي، افغانستان د نشه‌يي توکو له پلوه په بشپړه توګه پاک شوی او کرکېله یې هم منعه شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت په دې لړ کې تېر کال ډېره جدي مبارزه وکړه چې اوس موږ ویلای شو چې افغانستان د کوکنارو او چرسو د کښت له پلوه صفر ته رسېدلی دی.»

 له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې ویلي، له ۲۰۰۲ زیږدیز کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نشه‌يي توکو د سترو تولیدونکو هېوادونو په کتار کې دویم ځای خپلوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه