Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې دساري ناروغیو له امله د مړینې کچې د کموالي لپاره د جاپان مرستې

افغانستان کې د جاپان سفارت په کابل کې د ساري ناروغیو له ملاتړ په پار، په افغانستان کې د روغتیا له نړۍوال سازمان سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به جاپان په افغانستان کې د ساري ناروغیو له امله د مړینې د کچې د کموالي په پار له دغه سازمان سره نږدې ۷ مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا په دې هکله وايي:«د دغې هوکړې له مخې. د جاپان حکومت د روغتیا له نړۍوال سازمان سره ۷ مېلیون ډالره مرسته کوي څو د انتاني او ساري ناروغیو له امله د مړینې د کچې راکمولو په برخو کې یې ولګوي او د کابل په ملي انتاني روغتون او په افغان جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو له درملنې ډاډ ترلاسه کړي.
د انتاني روغتون او د افغان جاپان روغتون په ملاتړ، موږ غواړو چې د ساري او انتاني ناروغیو د درملنې په برخو کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړو. زموږ لرلید بیا دا دی چې د دواړو روغتونونو د اړتیا وړ تجهیزات برابر شي.»

له دې سره سم، په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی وايي، دغه سازمان د جاپان په مرسته کولای شي د هېوادوالو بنسټيزې روغتیايي ستونزې حل کړي او د ساري ناروغیو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی لیو دېپنګ څرګندوي:«دا نوې پروژه موږ ته اجازه راکوي چې په کابل کې د افغان جاپان روغتون او انتاني روغتون سره خپل ملاتړ پیاوړی کړو. دا پروژه بیا د ساري ناروغیو د ناروغانو لپاره کیفیت لرونکي، ثانوي خدمتونه او د روغتیا پاملرنې خدمتونه وړاندې کوي. او د ساري ناروغیو دقیق تشخیص، په دوو روغتونونو کې چې د ساري ناروغیو د درملنې په موخه د بشپړ عملیاتي ظرفیت ډاډ ورکوي. دا پروژه په ټول افغانستان کې د ۶۷ زره کسانو لپاره ځانګړې ګټې لري.»

د انتاني ناروغیو یو شمېر ډاکټران بیا د ساري ناروغيو پر وړاندې د مبارزې په موخه دغه مرسته ډېره ګټوره بولي.

ډاکټر عبادالله عباد په دې هکله وايي:«تر ټولو ښه طریقه چې افغان دولت وکړای شي مدیریت وکړي، دغه ۷ مېلیون ډالره را د ساري ناروغیو په هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي؛ ځکه د ساري ناروغیو په ځانګړې توګه HBS او HCV په ځانګړې توګه د توبرکلوز لېږد د خپلو لپاره ګنګ او مبهم دی.»

اسلامي امارت بیا د روغتیا په برخه کې له شویو مرستو مننه کوي او زیاتوي چې په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د ودې لپاره باید لا زیاته مرسته وشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله څرګندوي:«افغانستان یو داسې هېواد دی چې نوی له جنګي حالته راوتلی او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په روغتیايي برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري او هغه اقدامونه چې د روغتیا نړۍوال سازمان نوي پېل کړی موږ ترې مننه کوو او غواړو چې ډېر او پراخ شي.»

سره صلیب بیا تر دې مخکې، د ځینو افغان روغتونونو د یو نیم کلن ملاتړ وروسته، د یو شمېر روغتونونو له ملاتړ لاس واخیست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه