Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي چارواکي ځواکونو ته؛ د شرعي احکامو په پلي کولو کې اغېز مه منئ

د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال، محمد ابراهیم له امنیتي ځواکونو غواړي چې د شرعي احکامو په پلي کولو کې د هېڅ چا تر اغیزې لاندې رانشي.

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال د کابل د پولیسو له ښوونیز مرکزه د څه باندې ۱۷۰ تنو په فراغت غونډه کې وايي، چې شرعي اهداف باید د نورو د خوښیو لپاره تر پښو لاندې نه شي.

محمد ابراهیم زیاته کړه: « خپلې شرعي موخې باید د نورو د خوښیو د شیطان د خوښیو لپاره تر پښو لاندې نه کړو، موږ یواځې د الله ج بنده ګان یو، رازق، خالق او ساتونکی مو الله دی. د شرعي موخو په پلي کولو کې د هیڅ چا تر اغېزې لاندي رانشئ.»

د کابل د پولیسو ښوونیز مرکز قومندان وايي، په دې دوره کې ۱۷۵ پولیس له دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو فارغ شوي.

د کابل د پولیسو ښوونیز مرکز قومندان، محمد یاسر په دې اړه وویل: « په یوولسمه دوره کې ۱۷۴ تنه مجاهدین فارغ شوي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ دغه چارواکی د اسلامي امارت له سرتېرو غواړي، چې خپل سیرت او صورت له شریعت سره برابر کړي.

هغه زیاتوي، اوسنی اسلامي نظام د ولس په همکارۍ رامنځته شوی او دغه تازه فارغ شوي سرتېري باید د ولس ښه خدمت وکړي.

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال، محمد ابراهیم وویل: « سیرت او صورت مو له شریعت سره سم برابر کړئ، په دغه کار کې ګټه ده او هیڅ تاوان نشته په کې په ځانګړې توګه د ویښتو په مسله کې.»

د کورنیو چارو وزارت د مرستیال د دفتر رییس، محمد طاهر هم  وویل: « تاسو ته چې موم عزت درکړ شوی دا امیر د اطاعت له امله دی او که په عزت ژوند غواړئ نو د امیر په اطاعت کې ده.»

د کابل د پولیسو ښوونیز مرکز د مالوماتو له مخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له دغه مرکزه څه باندې ۶۰ دورو کې له ۴ زره ډېر پولیس او افسران فارغ شوي او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې پر دندو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه