د عدلیې وزارت وايي، د اسلامي امارت مشر فرمان ورکړی چې د عدلیې وزارت له لوري ټول قوانین د شریعت او اسلامي فقهې له مخې چمتو شي.
د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال عبدالکریم حیدري له ستاژ دورې د څه باندې سلو مدافع وکیلانو په فراغت غونډه کې وویل، د اسلامي امارت مشر فرمان ورکړی چې، په دغه وزارت کې ټول قوانین د شرعي او فقهي سرچینو پر بنسټ جوړ شي.
نوموړی زیاتوي، له دوو کلونو راهیسې هڅې شوي چې، قوانین او کړنلارې د اسلامي قوانينو پر بنسټ جوړ شي.
د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال عبدالکریم حیدر په دې هکله وویل:«حضرت امیرالمومنین حفظالله په رسمي توګه فرمان صادر کړی ټول هغه قوانین چې په عدلیې وزارت کې جوړېږي باید په فقهي او شرعي توګه تخریج شي.»
ورته مهال د عدلیې وزارت د تقنین رييس فضلالهادي صاحبزاده وايي، له دغې ۹ میاشتنۍ ستاژ دورې ۱۲۰ مدافع وکیلان تر مسلکي زدهکړو وروسته فارغ شوي او د هېواد په محکمو کې یې د کار جوازونه ترلاسه کړل.
نوموړی د دغه پروګرام جوړول د وکیلانو د ظرفیت لوړول، هېوادوالو ته په ښه توګه د خدماتو وړاندې کول او د اسلامي شریعت تطبیق ګڼي.
فضل الهادي صاحبزاده څرګنده کړه:«ازموینه مو واخیسته او له دې ځایه ۱۲۰ تنه فارغ شول او ورته د فراغت سندونه ورکړل شول او د کار جوازونه هم و وېشل شول او ټولنې ته وړاندې کړل شول څو په محکمو کې فعالیت وکړي.»
له بل لوري د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رييس او تازه فارغ شوي وکیلان د مدافع وکیلانو د ظرفیت لوړونې لپاره د دغه ډول پروګرامونو جوړول ګټور ګڼي.
مدافع وکیل عبدالرحمن مولويزاده وویل:«په تېر کې د ستاژ دوره د بېلابېلو موسسو له خوا په لاره اچول کېده او هغوی دغه پروګرام تمویلوه او د دغه پروګرام د تخنیکي برخو په ګډون هر ډول ملاتړ په هغوی پورې اړوند و چې اوس داسې نه دی.»
د عدلیې وزارت د معلوماتو لهمخې، د دغه وزارت په ستاژ دوره کې نږدې ۲۰۰ نور مدافع وکیلان لا هم پر زدهکړو بوخت دي.
په دې اړه مو اندونه