د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال محمد نبي عمري نن (دوشنبې د مرغومې پر ۱۸مه) په کابل کې په یوه سیمینار کې وايي، د اسلامي نظام ترڅنګ باید د افغانستان ملي ګټو او د ټولنې غوښتنو ته هم پام وشي.
محمد نبي عمري دغهراز په اوسني نظام کې د ستونزو موجودیت مني، خو وايي ډېر ژر به دغه ستونزې هوارې شي. ښاغلی عمري زیاتوي لوېدیځ غواړي چې په افغانستان کې مذهبي مسئلې ته لمن ووهي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د ولایاتونو د ویاندویانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې وايي، اوسنی نظام باید یوازې پر اسلامي مسایلو تمرکز ونه کړي او د دې ترڅنګ باید ملي ګټو او د افغانانو غوښتنو ته هم پام وکړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري وايي:«داسې نظام موږ هم نهغواړو چې یوازې د اسلام خدمت کوي، وطن او ولس دې شاته وغورځوي، خدای دې ونهکړي. داسې نظام غواړو چې هم مو عقیده وساتي او هم مو ولس ته، وطن ته ګټه ورسوي او هغې ته کار وکړي.»
محمد نبي عمري همدا راز په اوسني نظام کې ستونزې مني؛ خو وايي اسلامي امارت هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.
د هغه په وینا، لوېدیځ په افغانستان کې مذهبي مسایلو ته د لمن وهلو لپاره لېسټوني بډ وهلي خو دغه هڅې به یې پایله ور نهکړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاتوي:«زموږ په اهل تشیعو وروڼو باندې کله ناکله چې خدای ناخواسته چاودنه وشي، نورې دې خدای ونهکړي، زه په دغه دریځ باندې وایم چې دا یوازې په یوازې د امریکایانو پلان دی.»
اخوا، د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس د والیانو د ویاندویانو لپاره د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې وايي، دغه پروګرام به له ویاندویانو سره خلکو ته په ښه توګه د اطلاع رسونې په برخو کې ډېره مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس رحمت الله کاکازاده وايي:«ستاسو مسوولیت دا دی چې تاسې د حکومت او خلکو اړیکې جوړې کړئ. په ولایتونو کې والي صاحبان وهڅوئ چې له خلکو سره غونډې ونیسي، قومندان وهڅوئ چې له خلکو سره غونډې ونیسي، خلک واوري، ولس واوري.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم زیاتوي:«که هغه خبریالان دي او که زموږ د امارت مطبوعاتي مسوولان دي، رسالت یو رسالت دی، چې هغه د حقایقو انعکاس، د لاسته راوړنو انعکاس، د یو بل د همکارۍ او د نظام د ملاتړ په پار هر شونی اقدام موږ کولای شوو.»
د والیانو ځينې ویاندویانو چې په دغه سیمینار کې یې ګډون کړی د دا ډول پروګرامونو د زیاتېدو غوښتونکي دي.
د بغلان والي ویاند ملاعلم مجیدي وايي:«هغه کومې تشې چې له دې مخکې د ویاندویانو په تخصصي اړخ کې موجودې وې، هغه به راپوره کړي، ملت او د رسنیو همکارانو ته به په ښه ټوګه له هغوی سره معلومات شریکېږي.»
د فاریاب والي ویاند عصمتالله مرادي هم څرګندوي:«د کورنیو چارو له وزارته غواړو چې په راتلوونکي کې هم دا ډول پروګرامونه په لاره واچوي، څو موږ وکړای شو چې په خپلې څانګه کې په تخصصي توګه روزنه ولرو.»
دغه سیمینار به د والیانو د ویاندویانو او د امنیه قومندانیو د ویاندویانو په حضور سره څلور ورځې دوام وکړي.
په دې اړه مو اندونه