Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر ترینکوټ سیند د پله نه شتون له امله راپورته شوې ستونزې

د ارزګان د سرخوم او ابردي سیمې اوسېدونکي په خپله سیمه کې د ترینکوټ سیند پر سر د پله د رغنیزو چارو د پیل غوښتنه کوي.

دوی وایي چې د سیند له یوې غاړې بلې غاړې ته د تلو او د ناروغانو د لیږد په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د پله نه شتون له امله آن اړ دي ترینکوټ ښار ته د رسېدو لپاره څو ساعته مزل وکړي.

د ارزګان اوسېدونکي محمد نبي و ویل: «دغه سپینې ږیري چې دلته راټول شوي او د ترینکوټ پر سر د پل نه جوړېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.»

د ارزګان اوسېدونکي دل آغا څرګنده کړه: «موږ له لرګیوڅخه کوچنۍ کښتۍ جوړې کړي دي او په هغې ښځې، ماشومان او سپین ږیري ټول له سیند څخه تیریږي.»

د ارزګان اوسېدونکي ساعت محمد و ویل: «د پل چارې همداسې په ټپه ولاړې دي او موږ یې له سختو ستونزو سره مخ کړي یو، موږ غواړو چې دا پل زموږ لپاره جوړ شي.»

د ارزګان سیمه ییز مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې یاده ستونزه به د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریکه کړي څو نږدې راتلونکي کې په دغه سیمه کې د ترینکوټ سیند پر سر د پله د جوړېدو چارې پیل شي.

د ارزګان د کليو د بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر صفت الله قریشي و ویل: « موږ د پل دا ستونزه تر لوړې کچې یانې زموږ تر وزارته یې رسوو او له دې مخکې هم موږ دا ستونزه رسولې ده نو تر هغې چې بودجه پیدا کیږي انتظار به کوو.»

د سیمه ییزو مسوولینو او ځایي اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، د ارزګان په سرخوم او ابردي سیمو کې شاوخوا اته زره کورنۍ ژوند کوي.

د ارزګان سیمه ییز مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې یاده ستونزه به د مرکزي حکومت له چارواکو سره شریکه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه