Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه د راستانه شویو زلموټو ترخې کېسې

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وایي چې د روان لمريز کال له پېل راهیسې یې څه باندې شپږ زره تنه تنکي ځوانان له ايرانه تر راستنېدو وروسته د يو شمېر همکارو بنسټونو په همکارۍ خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د تنکیو ځوانانو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره پلانونه په پام کې لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي طلوع نیوز ته و ویل: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي چې لومړی د ماشومانو د درنو کارونو مخه ونېول شي او د دوی د کورنیو ملاتړ وشي او د ماشومانو د تخنیکي او حرفوي زده کړو له لارې دا چاره ترسره کړي تر څو له زده کړو وروسته په بازار کې جذب شي او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړلی شي.»

دغه زلمی چې تر اوسه يې د خپل ژوند ثمره نه ده لیدلې، د اقتصادي ستونزو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.

عبيدالله چې اېله څورلس کلن دی، وايي چې خپل منزل ته د رسېدو لپاره يې له ناقانونه لارې ایران ته د رسېدو لپاره اته ورځې له کړاوونو ډک مزل کړی، خو يوه اوونۍ وروسته د ايراني پوليسو له خوا ونيول شو او بېرته هېواد ته راستون کړای شو.

له ایرانه را اېستل شوي عبیدالله و ویل: «ښوونځي ته تللم، په مزارشریف ښار کې په دویم ټولګي کې وم. مجبوري وه چې ایران ته لاړم خو هلته له دمې-ځای څخه راستون کړی شوم او اوس هېڅ هم نه لرم.»

د عبيدالله په څېر يو شمېر نور راستانه شوي تنکي ځوانان چې د ايراني پوليسو له چلنده شکايت کوي وايي چې د دغه هېواد پوليس کډوال وهي ټکوي او سپکاوی یې کوي.

دوی وايي چې په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالي له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

را اېستل شوی منصور وایي: « ایران کې مې دوه درې میاشتې تیرې کړې، کار مې کاوه چې د ایران پولیسو ونېولم. مجبوره وي چې ایران ته لاړو.»

بل را اېستل شوي، حمزه داسې و ویل: « د ایراني پولیسو به بدې ردې راته ویلي، ځورولو به یې او ډېر به یې وهلو.»

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د راوان لمریز کال پيله بیا تر دې مهاله تر ټولو ډېر دغه تنکي ځوانان له ايران، ترکيې، پاکستان او سعودي عربستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه