Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ندیم: د افغانستان اوسنی حکومت په یوه قوم پورې اړه نه‌لري

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي، چې اوسنی نظام یوازې په یوه قوم پورې اړه نه‌لري، بلکې ټول قومونه په‌کې رول لري.

ندا محمد ندیم جوزجان ولایت کې د یوې دیني مدرسې په فراغت‌غونډه کې دغه راز ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد پرمختګ او بیارغونې په برخه کې هڅې کوي او دا مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ او پولې خوندي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم زیاته کړه: «د دین دښمنانو ته دې نوره موقع نه ورکړل چې راشي او زموږ په منځ کې بدمرغي او وحشت رامنځته کړي، دغه نظام د یو قوم، خوا او ژبې پورې اړه نه لري دا د ټولو مسلمانانو نظام دی.»

د جوزجان سیمه‌ییزو مسوولینو او دیني عالمانو هم په دغه غونډه کې د تفرقې پر مخنیوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په خپلو منځو کې یووالی وساتي.

د جوزجان والي، ګل حیدر شفق وویل: « دا نظام یو ځل بیا ستاسو همکاري غواړي، بیا ستاسو یووالی، ملاتړ او د یو بل منل غواړي.»

دیني عالم، ولي الله فقیري وویل: « د شریعت د پلي کولو لپاره باید یوه عملي مثال شو، که چېرې اسلامي قانون پلي شي نو وګورئ سوداګري، امنیت او ټول کارونه ښه دي.» 

د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي رییس، نورالله انصار هم وویل: «ټول مشران یې له ورورۍ پیاوړي شوي او تل د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې راپورته شوي او هيڅ څوک دوی نشي جلا کولای.»

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وایي، چې اسلامي امارت دا مهال ډېری پراختیایي پروژې د هېواد په شمال حوزه کې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه