Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دولتي شرکتونو د مدیریت خپلوکه اداره جوړه شوه

د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د دولتي شرکتونو د غوره مدیریت په موخه یوه خپلواکه اداره جوړه شوه. 

د دغې ادارې رییس وایي چې د دولتي شرکتونو ټولټال ارزښت ۱۵میلیارده ډالره دی، خو په تېرو شلو کلونو کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

د امارتي شرکتونو د خپلواکې ادارې رییس، احمد جان بلال وویل: « له دې وروسته به ټول دولتي شرکتونه د یوه قانون تابع وي، تر اوسه د شرکتونو د فعالیتونو لپاره مناسب قانون نه وه او د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې به د شرکتونو د تنظیم لپاره یوه قانون جوړ شي.»

د هغه په خبره، دولتي شرکتونه په اقتصادي پیاوړتیا او د هېوادوالو لپاره د کاري زمینو د برابرولو کې مهم رول لري. 

له دې سره هم مهاله د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې کورني شرکتونه فعال شوي او عاید یې هم زیات شوی دی. 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر زیاته کړه: « د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د مالیې وزارت د مشرتابه په هڅو ډېری دولتي شرکتونه بیا فعال شوي دي او د دغو شرکتونو په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی. د دولتي شرکتونو د وضعیت یواځنۍ ستونزه دا وه چې د اشخاصو له لوري مدیریت کېده او دغه بهیر په تېرو دوه کلونو کې هم دوام درلود.»

بل‌خوا، اقتصاد وزارت وایي، چې له فساد سره مبارزه، د نشه يي توکو د جرړو اېستل، د افلاسیون کنټرول، د صادراتو زیاتوالی او پراختیا، په رڼه توګه د مالیاتو راټولول او د پولي ثبات ساتنه په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې دي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال زیاتوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې د بېخ بناوې پراخې شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: « کومې هڅې چې اوس روانې دي یواځې د هېواد د اقتصادي بېخ بناوو د رغولو او ژوندي کولو په خاطر دي او د افغانستان مهمه ستونزه د اسلامي امارت تر فتحې وروسته د زېربناوو نشتوالی وه.»

د امارتي شرکتونو د مالوماتو له مخې، په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د مرکزي اقتصاد نظام په ازاد بازار بدل شو، په داسې حال کې چې په مناسبه توګه د دولتي تصدیو ملاتړ ونه شو او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې دولتي تصدۍ په دولتي شرکتونو بدلې شوې.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال زیاتوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې د بېخ بناوې پراخې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه