Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فساد، نشه‌يي توکي او داعش؛ له ایوډیس سره د مولوي عبدالکبیر د خبرو چورلیز

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له چارسمبالې سره په لیدنه کې ویلي چې اوس په افغانستان کې نشه‌يي توکي او فساد له منځه تللی او داعش هم ځپل شوی دی.

ارګ په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې له اروپايي ټولنې و غوښتل چې د روغتیا، زده‌کړو او زیربناو جوړولو په برخو کې مرسته وکړي.

د اروپايي ټولنې چارسمبالې هم د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وویل:«په دغې لیدنه کې چې د اروپايي ټولنې له چارسمبالې سره شوې، هغوی ته ورسول شوه یوازینۍ لار چې کولای شي دواړه لوري ترې ګټه واخلي، اړیکه، ډپیلوماسي او همدارنګه د دوه اړخیزو همکاریو لار ده.»

د سیاسي او اقتصادي چارو ځيني شنوونکي پر دې باور دي چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د اړیکو پراختیا هغه وخت شونې ده چې اسلامي امارت هغه ژمنې عملي کړي چې د رسمیت پېژندنې په موخه یې له نړۍوالې ټولنې سره کړې دي.

د سیاسي چارو شنوونکي عزیز معراج طلوع‌نیوز ته وویل:«د نجونو زده‌کړه، د ښځو کار، د اساسي قانون جوړول او په کابینه کې مسلکي کسانو ته ځای ورکول، طالبان باید دغه اصلاحات رامنځته کړي. د انزوا ستونزه د افغانستان ملت کړوي او د افغانستان د خلکو په زیان دی.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالبصیر ترکی هم څرګندوي:«د نړۍوالې ټولنې د پام اړولو لپاره اړتیا ده چې د اسلامي امارت مشران سره کېني او هوکړې ته ورسېږي چې نړۍوالو ته قناعت ورکړي او د نړۍ مشروع غوښتنې چې د هغه یوه د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او ځينې نورې غوښتنې چې هغوی یې لري، پوره کړي.»

اخوا، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال بیا د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د اوسنیو پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ټيکاو او نورو سیاسي مسایلو په اړه خبرې کړي او دواړو لورو د لا زیات تفاهم د رامنځته کېدو په موخه د دوه اړخیزو غونډو پر دوام ټينګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل په دې هکله وویل:«ښاغلي ستانکزي د جاپان د مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ زیاته کړې چې افغانستان د ډېرو طبیعي زېرمو په لرلو سره، د تېر پرتله د پانګونې لپاره خوندي دی.»

له تېرو دوو کلونو راهیسې، د نړۍ د ځينو هېوادونو لکه، ترکیې، برېټانیا، چین، ایران، پاکستان، ازبیکستان، قطر او روسیې چارواکو له اسلامي امارت سره غونډې او کتنې کړې دي؛ خو هېڅ یوه هېواد هم سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.
 
اخوا، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال بیا د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي سره په افغانستان کې د اوسنیو پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ټيکاو او نورو سیاسي مسایلو په اړه خبرې کړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه