Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد ته د اماني صندوق د پېسو لېږد لا هم مشروط دی

 په دې وروستیو کې د سویس د فډرالي دولت شورا ویلي چې د افغانستان د شتمنیو د خوندېتوب لپاره له اماني صندوق سره هوکړې لاسلیکوي.

دغې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سویس فدرالي شورا د دغه صندوق نړۍوال اهمیت تایید کړی دی.

 د سویس فدراله شورا لیکلي: «د افغانستان د اماني صندوق مدیره پلاوی ډاډ ترلاسه کوي چې پیسې یوازې هغه وخت د افغانستان بانک ته ولېږدول شي چې بانک وکړای شي له سیاسي نفوذه خپله خپلواکي ثابته کړي.  پر دې سربېره، د افغانستان بانک باید دا تضمین کړي چې د پیسو له سپینولو او د ترهګرۍ له ملاتړ سره د مبارزې لپاره یې مناسب اقدامات کړي دي.»

بلخوا، د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې په اماني صندوق کې د افغانستان شتمنۍ په افغان ملت پورې اړه لري او باید اسلامي امارت ته وسپارل شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري و ویل: « د افغانستان شتمنۍ د افغانانو دي او باید له شرط پرته اسلامي امارت ته ورکړل شي ترڅو موږ ترې د سټراټیژیکو زېرمو او    د بیخ‌بناوو د رغولو په موخه د اقتصادي ثبات پشتوانې په توګه تر کار واخلو.»

بل پلو، د اقتصادي چارو ځيني شنونکی وایي، چې د هغو شرایطو له مخې چې په دغه هوکړه لیک کې یاد شوي دي، له اماني صندوقه د افغانستان بانک ته د شتمنیو لېږد سخت دی.

د اقتصادي چارو شنونکی میرشکیب میر داسې وایي: « کوم شرطونه چې اېښودل شوي دي پلي کول یې ستونزمن او د منلو وړ نه دي، د هغه ترڅنګ، هغه څه چې اړین دي هغه د دې پیسو په اړه د افغانستان بانک او اماني صندوق ترمنځ اندېښنې دي.»

تر دې وړاندې سیګریا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یو راپور خپور کړی و او ویلي یې وو چې په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق له پیسو نه  د اسلامي امارت د ناوړه استفادې په تړاو هیڅ «کنټرول» نشته. 

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په دغه راپور کې زیاته کړې، چې تر اوسه دغه پیسې د افغانانو په ګټه نه دي کارول شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه