Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د جاپان سفیر: ا.ا سره د نړۍ د تعامل وخت را رسېدلی دی

په کابل کې د جاپان سفیر وايي، له سرپرست حکومت سره د نړۍ د تعامل وخت را رسیدلی او باید په دغه برخه کې ګام پورته شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسوولینو په خبره د جاپان سفیر، تاکایوشي کورومایا د یاد وزارت له سرپرست، خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، حقمل ضیا وویل: « په دغه لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي چې نړۍ باید له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او وخت یې هم رارسېدلی دی، هغه دغه راز د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو رڼا واچوله او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.»

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پېګیر هم وویل:« د افغانستان اسلامي امارت دې هم سمې او منطقي تګلارې غوره کړي، له نړۍ سره تعامل حتمي ده موږ نشو کولای چې په یوه جزیره کې ژوند وکړو او له نړۍ سره اړیکې ونه لرو.»

د حقمل ضیا په خبره، په دغه لیدنه کې د کابل او ټوکیو تر منځ د تاریخي ابداتو په برخه کې هم پر هراړخیزې همکارۍ ټینګار شوی دی.

هغه په دې اړه زیاته کړه: « په افغانستان کې له لسیزو راهیسې جګړه وه او تاریخي ابدات او ځایونه زیانمن شوي دي او اړتیا ده چې په دغه برخه کې لویه پروسه ولرو او جاپان ویلي چې په دغه برخه کې د همکارۍ هوډ لري.»

چین او جاپان هغه هېوادونه دي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له سرپرست حکومت سره ډيرې ښې اړیکې لري خو تر اوسه یوه هېواد هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه