Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د نشه یي توکو پر کښت د نړۍوالو اندېښنې

د مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر سیمه ییز استازي افغانستان کې د نشه يي توکو پر کښت او تولید اندېښنه څرګنده کړې ده.

اشتیا میټال وایي چې افغانستان کې نږدې څلویښت کاله ګډوډي وه او له همدې امله په دغه هېواد کې بېلابېل نشه یي توکي تولیدیږي.

د مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې دفتر استازي، اشیتا مېتل ویلي: « هغه څه چې موږ اوس په افغانستان کې وینو، هغه دا دي چې په دې هېواد کې نه یوازې تریاک له تولید وروسته په هیروینو بدلوي، بلکې په افغانستان کې متامفتامین هم تولیدیږي.»

هغې همدا راز د خپلو خبرو په دوام ویلي، افغانستان له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې له ډير نامناسب وضعیت سره مخ و او تریاک د تبادلې پر اسعارو بدل شوي وو.

اشتیا میتال زیاته کړه: « افغانستان له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې له ډير نامناسبت وضعیت سره مخ و. ځکه اقتصاد پکې وده نه کوله. همدا لامل و چې تریاک پکې د تبادلې پر اسعارو بدل شو.»

خو اسلامي امارت دغه څرګندونې ردوي او زیاتوي چې د نشه يي توکو کرکېله او تولید ډير راکم شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « په افغانستان تریاک د عامو خلکو د اړتیا په موخه کرل کېدل، خو د افغانستان اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو راهیسې د تریاکو مخه په بشپړه توګه نیول شوې او اوس مهال صفر ته رسېدلي دي.»

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر هم وویل: « یواځنې لامل یې مخدره توکي دي. هر کله چې موږ د دغه کښت له منځه یو وړ نو طبیعي ده چې له دغې ناروغۍ ټوله نړۍ او د افغانستان خلک ژغورل کیږي.»

ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي و چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې او په دغه برخه کې د هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه