Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکمنستان له ملي رهبر سره د متقي لیدنه؛ پر اقتصادي همکاریو ټینګار وشو

بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي د ترکمنستان له ملي رهبر سره لیدلي دي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند طلوع نیوز ته وایي چې په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د امنیت، ټیکاو، پانګونې او ټرانزیټ لپاره د نوې زمینې برابرولو په تړاو خبرې شوي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار شوی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وویل: « دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وه د افغانستان لپاره ښې پایلې لري، او په راتلونکي کې د افغان سوداګرو لپاره ښه اقتصادي امکانات برابر شي او په عشق اباد کې ورته یو نندارتون هم جوړ شي چې دا هم یو مثبت ګام دی.»

په ورته مهال د صنایعو او کانونو خونه ترکمنستان د سیمې په کچه د افغانستان یو ستر اقتصادي شریک ګڼي.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال، سخي احمد پیمان وویل: « ترکمنستان ته د بهرنیو چارو وزیر سفر د سیاسي-اقتصادي او سیمه ییز اړخه ارزښتناکه دی. د ټاپي پروژې خبرې، له ترکمنستانه د برېښنا واردول او له ترکمنستان سره د افغانستان رېل پټلۍ او د سوداګرۍ پراختیا د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا، ترکمنستان د سیمې په کچه یو مهم اقتصادي هېواد بولي او له دغه هېواد سره اقتصادي اړیکې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اغېزناکې ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد شاکر یعقوبي وویل: « ترکمنستان په سیمه کې د افغانستان یو مهم ټرانزیټي شریک دی، د دواړو هېوادونو تر منځ د سترو اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره به ترکمنستان د افغانستان په ستر شریک بدل شي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل څو ورځني سفر په ترڅ کې، د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د ګډې سوداګرۍ، ټرانسپورټ او پانګونې په برخو کې یې د اسانتیاو د رامنځته کولو په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه