Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان ولایت کې د څه باندې ۴سوه زره ټوکه کتابونو وېش

د جوزجان ولایت مرکز او ولسوالیو کې څه باندې څلور سوه ښوونځیو ته د ۳۷۰ زره ټوګه کتابونو د وېش بهیر پیل شو.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست وایي هڅه کوي څو د نوي ښوونیز کال له پیل وړاندې دغه کتابونه زده کوونکو ته ورسوي.

نوموړی زیاتوي چې لا هم په دغه ولایت کې ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې یا خېمو کې زده کړې کوي.

د جوزجان د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد وویل: « تر ۳۷۰ ټوکه ډېر کتابونه دي او پرېکړه مو وکړه څو دغه ټول کتابونه ژر تر ژره د دغه ولایت ولسوالیو ته ولېږدوو، چې د ښوونځیو تر پیلېدو وړاندې زده کوونکو ته ورسیږي.»

ورته مهال، جوزجان کې د ښوونځیو ځینې زده کوونکي بیا وایي چې په تېرو کلونو کې یې د اړتیا وړ کتابونه له بازارونو پیرودل.

دغه زده کوونکي که څه هم د پوهنې وزارت له لوري د کتابونو د وېش بهیر له پیله خوښ دي، خو زیاتوي چې مسوولین باید د کتابونو په برخه کې اړتیاوې په بشپړه توګه پوره کړي.

زده کوونکي، روح الله وویل: « دا چې اوس مو ولایت ته کتابونه رسېدلي خوښ یو او له پوهنې وزارته غواړو څو په دغه برخه کې موږ سره همکاري وکړي، هر کال چې موږ کتابونه اخلو شاوخوا ۸ یا ۱۰ کتابونه نه رارسېږي او مجبوریږو څو له بازاره یې واخلو.»
یو بل زده کوونکي، نصیب الله هم وویل: « له پوهنې وزارته غواړو څو موږ ته کتابونه پوره راکړي په ښار کې هم نه پیداکیږي چې وایې خلو.»

 جوزجان کې د ولسواليو د پوهنې مسوولين او ديني عالمان د ښوونيزو کتابونو کمښت، د زده کوونکو پر وړاندې يوه جدي ننګونه ګڼي او له مسوولينو غواړي چې په دې برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
 
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د پوهنې ریاست اجرایيه مدیر، محمد امین په دې اړه وایي: « زموږ ستونزې له دې کتابونو سره نه حل کیږي، زه تمه کوم چې په دغه برخه کې ډېره مرسته وکړي ټول زده کوونکي کتابونه ترلاسه کړي.»

دیني عالم، شمس الله هم وویل: « د کتاب، قلم او قرطاسیې پرته هېڅ زده کوونکی کوم ځای ته نه رسیږي.»

د جوزجان د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې ۸۰۰ زره ټوګه درسي کتابونه وېشل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه