Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه میاشت کې څه باندې ۹۶زره افغانان هېواد ته را استول شوي

په وروستۍ یوه میاشت کې له ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې ۹۶ زره کډوال هیواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت طلوع نیوز ته وايي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څه باندې ۹۶ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې، هېواد ته را استول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد و ویل: « په سلواغې میاشت کې ۹۶ زره او ۴۹۰ تنه افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې، هېواد ته راغلي دي. موږ کمیټې لرو او هغوی خپلو وطنونو [ولایتونو] ته لېږدوو. موږ هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ هم ورکوو.»

پاینده چې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره اوس اوس له پاکستانه، هېواد ته را اړول شوی، وايي، هغه او کورنۍ یې کلونه مخکې هېواد پریښی و.

هغه د کډوالۍ د سختیو کیسه داسې کوي.

راستون شوی پاینده: « له موږ یې پر تاڼو [پولیسو حوزو] کې پیسې اخیستې، موږ به ډاکټر او نورو خواوو ته نشو تللی، ازاد نشو ګرځېدلی او ځورولو یې. موږ ځکه خپل هېواد ته راغلو.»

لسیزو جګړې یوازې پاینده نه بلکې میلیونونه نور فغانان هم د هېواد پریښودو ته اړ کړي دي.

نازنین او کورنۍ یې هم هغه کسان دي چې د پاینده په څېر برخلیک سره مخ دي.

له ایرانه راستنې شوې نازنین طلوع نیوز ته و ویل: « زما خاوند یې ونېوه او ماته یې و ویل چې موږ کاریګر ته اړتیا لرو. زما خاوند یې موټر کې یوړ او بیا مې خاوند راته زنګ ووهه چې زه یې نيولی یم. څلور ورځې وروسته مې خپل خاوند ازاد کړ او ورته و ویل چې موږ بېرته ځو.»

له ایرانه بل راستانه شوي خیرالدین و ویل: « له حکومته غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي چې موږ بیا ایران ته اړ نه شو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو پر بنسټ، د روان هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه څه باندې یو نیم میلیون افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روان هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه څه باندې یو نیم میلیون افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستول شوي دي.

تصویر بندانگشتی

په وروستۍ یوه میاشت کې له ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې ۹۶ زره کډوال هیواد ته را ستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت طلوع نیوز ته وايي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څه باندې ۹۶ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې، هېواد ته را استول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین عبدالرحمن راشد و ویل: « په سلواغې میاشت کې ۹۶ زره او ۴۹۰ تنه افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې، هېواد ته راغلي دي. موږ کمیټې لرو او هغوی خپلو وطنونو [ولایتونو] ته لېږدوو. موږ هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ هم ورکوو.»

پاینده چې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره اوس اوس له پاکستانه، هېواد ته را اړول شوی، وايي، هغه او کورنۍ یې کلونه مخکې هېواد پریښی و.

هغه د کډوالۍ د سختیو کیسه داسې کوي.

راستون شوی پاینده: « له موږ یې پر تاڼو [پولیسو حوزو] کې پیسې اخیستې، موږ به ډاکټر او نورو خواوو ته نشو تللی، ازاد نشو ګرځېدلی او ځورولو یې. موږ ځکه خپل هېواد ته راغلو.»

لسیزو جګړې یوازې پاینده نه بلکې میلیونونه نور فغانان هم د هېواد پریښودو ته اړ کړي دي.

نازنین او کورنۍ یې هم هغه کسان دي چې د پاینده په څېر برخلیک سره مخ دي.

له ایرانه راستنې شوې نازنین طلوع نیوز ته و ویل: « زما خاوند یې ونېوه او ماته یې و ویل چې موږ کاریګر ته اړتیا لرو. زما خاوند یې موټر کې یوړ او بیا مې خاوند راته زنګ ووهه چې زه یې نيولی یم. څلور ورځې وروسته مې خپل خاوند ازاد کړ او ورته و ویل چې موږ بېرته ځو.»

له ایرانه بل راستانه شوي خیرالدین و ویل: « له حکومته غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي چې موږ بیا ایران ته اړ نه شو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو پر بنسټ، د روان هجري لمریز کال له پیله تر دې دمه څه باندې یو نیم میلیون افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېواد ته راستول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه