Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګوټرش راپور؛ افغانستان کې د خپل‌منځي اختلافونو، امنیت او نشه‌يي توکي پوښښ

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان په درې میاشتني راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت ترمنځ خپل‌منځي اختلافونه شتون لري او د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې نېټې، د امنیتي پېښو په کچه کې د ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ کلونو د ورته مهال پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دغو درې میاشتو کې د هېواد مرکزي برخې د ۲۶۳ امنیتي پېښو شاهدې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په خپل دغه شپاړس مخیز راپور کې پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري ناروین، بشري حقونو او پر نشه‌یي توکو بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سر منشي موندنې ښيي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان اوسني حکومت چارواکي د حکومتولۍ په بنسټیزو چارو کې خپل‌منځي اختلافونه لري او د بنسټونو په پراخ بنسټه کولو او د پرېکړې کولو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

د دغه راپور د بشري حقونو په برخه کې راغلي چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو حقونه له محدودیتونو سره مخ دي او له دغو پېښو یوه هم د هغه څه په تړاو د ښځو نیول دي، چې سرپرست حکومت یې د «حجاب» نه‌مراعتول ګڼي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا هم شته او د افغانستان په ځینو سیمو کې د محدودیتونو پلي کول لا سخت شوي دي.»

خو انټونیو ګوټرش په دغه راپور کې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د کښت او تولید د کمښت ستاینه کړې ده.

په راپور کې د نشه‌يي توکو په برخه کې ویلي:«د اوسنيو افغان چارواکو له خوا د نشه‌يي توکو پر کښت او توليد له بنديز وروسته، په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ٩٥ سلنه کموالى راغلى دى، دغه بنديز د تریاکو د بيې د سخت او پرله‌پسې لوړوالي لامل شوى. د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر اټکل کوي چې د دغه بندیز په پایله کې د تریاکو کروندګرو د خپل ټول عاید نیمایي برخه له لاسه ورکړې ده.»

د سیاسي چارو شنوونکی سیداکبر سیال وردګ په دې هکله وايي:«کله چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د وضعیت په هکله راپور خپروي، باید نیمګړتیاوې، لاسته راوړنې او پرمختګونه یعنې مثبت او منفي ټکو یادونه وشي.»

د سیاسي چارو شنوونکی ادریس ځاځی هم وايي:«ګواښ او امنیتي ستونزې شته، او شتون به ولري، په مناسب وخت، دغو ستونزو ته نه‌رسېدنه په خپله یوه ستونزه ده.»

تر اوسه اسلامي امارت، د ملګرو ملتونو د سر منشي د دغه درې میاشتني راپور په تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې تل ويلي، چې په هېواد کې بشري حقونه د اسلامي قوانینو په رڼا کې خوندي دي او له نشه‌يي توکو سره مبارزه او د هېواد د سراسري امنیت ټينګښت یې د خپلو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه