Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م: پر افغان نجونو او ښځو لګېدلو محدودیتونو اقتصاد زیانمن کړی دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، افغانستان ته له سفر وروسته په یوه خبري غونډه کې د خپل سفر د لاسته راوړنو او د چارواکو او بېلابېلو ډلو استازو سره د خبرو اترو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو دغې لوړ پوړې چارواکې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره وايي، تېر کال یوه نجلۍ هم له دولسم ټولګي نه ده فارغه شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې پر باور، دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو د ۷۵ زرو کوچنیو کارونو او سوداګرو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي کاني وېګناراجا و ویل: «تېر کال یوه نجلۍ هم له ښوونځي نه ده فارغه شوې. نو څرنګه کولای شي چې له شپږم ټولګي بیا لوړو زده کړو یا پوهنتون یا بل مسلک ته چې د خوښې وړ یې دی، ولاړه شي.»

د پوهنتون استاد، سید جواد سجادي طلوع نیوز ته په دې تړاو و ویل: طالبان د نړۍوالې ټولنې د پام را اړولو او ډاډ لپاره یوازې یوه لار لري چې بشري حقونه باید رعایت کړي او د ښځو بنسټيز حقونه په رسمیت و پېژني.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس چې هغه هم په دغه غونډه کې په انلاین بڼه حضور درلود، د خپلو موندونو په تړاو وویل، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې وزګارتیا دوه چنده شوې او دغه وضعیت ته په کتو، اوس ۶ سلنې بشري قوه ښځې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس، سټیفن رودریګز و ویل :«د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې وزګارتیا دوه برابره شوې ده، دغه وضعیت ته په کتو اوس مهال ښځې شپږ سلنې بشري قوه ده، موږ نړۍوالې ټولنې ته چې په استانبول کې د افغانستان په تړاو خپله موسمي غونډه جوړوي، وايو، په تېرو دوو کلونو کې بشري مرستې ډیرې مهمې وي، څو د لوږې مخنیوی وشي.

خو اقتصاد وزارت د وزګارتیا د کچې دوه برابره کېدل ردوي او زیاتوي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د عمومي هوساینې کچه لوړه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: د وزګارتیا دوه برابره کېدل موږ په شدیدو ټکو ردو. په راتلونکي کال کې زموږ هڅه د کارموندنې د پروژو زیاتوالی او د کورنیو د پېر ظرفیت پر لوړولو متمرکز دی.

په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له ممنوعیت وروسته، ملګرو ملتونو په هېواد کې د بې وزلۍ له زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

د ۲۰۲۲ زیږیز کال د ډسمبر پر ۲۴مه، اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې کورنیو او بهرنیو بنسټونو ته امر وکړ چې د ښځو دندې تر راتلونکې خبردارۍ پورې ځنډېدلې دي چې دغه چاره له کورنیو او بهرنیو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې پر باور، دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو د ۷۵ زرو کوچنیو کارونو او سوداګرو ملاتړ کوي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه