Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د سکانو شورا: ۴۰ تر ۵۰ سکان په افغانستان کې ژوند کوي

د افغانستان د هندو او سک هېوادوالو د سراسري شورا رييس، منجیت سنګ لامبه طلوع‌نیوز ته وايي، دم‌ګړۍ په هېواد کې څه باندې ۴۰ هندوان او سکان ژوند کوي.

منجیت سنګ لامبه زیاتوي، د را روان کال په وري میاشت کې به د هندوانو او سکانو نږدې ۲۰۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شي.

هغه زیاته کړه:«اسلامي امارت چې بیاځلي هېواد فتحه کړ، خلک بېرته هېواد ته راځي او افغانستان ته په راستنېدو کې ځینې ستونزې شته لکه د ویزې ستونزه. په افغانستان کې اوس مهال څلوېښت یا پنځه څلوېښت تنه سکان ژوند کوي.»

له دې سره سم، ځینې نور سک هېوادوال له اسلامي امارته غواړي چې، د زورواکو له لوري د دوی غصب شوې ځمکې بېرته د دوی په واک کې ورکړي.

سرجیت سینګ چې د پلازمېنې په یوه برخه کې دوکانداري کوي، له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د لږکیو په ځانګړې توګه د هندوانو او سکانو حقونه تامین کړي. 

سرجیت سینګ طلوع‌نیوز ته وویل:«د اهل هنودو کورنۍ چې پخوا راغلې وې او بېرته هند ته تللې وې، اوس بېرته راځي. ځمکې یې غصب شوي، له اسلامي امارته غواړو چې ځمکې مو راکړي. که څه هم اوس امنیت شته؛ خو موږ غواړو چې امنیت مو ډېر شي.»

یو بل سک هېوادوال، جګموهن سینګ هم څرګنده کړه:«موږ سوداګر خلک یو، موږ ته دې د کار زمینه برابره شي.»

اسلامي امارت بیا د هندوانو او سکانو حقونو ته د ژمنیا او امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي که د دغو هېوادوالو ځمکې غصب شوې وي، کولای شي عدلي او قضایي ادارو ته مراجعه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي:«که حقونه یې غصب شوې وي، د ټولو محکمو دروازې یې پر مخ پرانیستې دي، کولای شي دعوه وکړي او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي. موږ اجازه نه‌ورکوو چې د هېڅ افغان حق هم تلف شي.»

د عدلیې وزارت ویاند، برکت‌الله رسولي وویل:«د اهل هنودو د ځمکو غصب مسئله په دقیق ډول څېړل کېږي، که د چا ځمکه غصب شوې وي او په دې اړه هڅه کېږي، مخه یې نیول کېږي او خپل اصلي خاوند ته یې سپارل کېږي.»

په دې وروستیو کلونو کې هېواد کې پر لږکیو په ځانګړې توګه پر اهل هنودو او سکانو ترهګریز بریدونه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه