د تورخم بندر له درې ورځو راهیسې د هغو ناروغانو پر مخ تړلی شوی چې ویزه او پاسپورټ نهلري.
د دغه بندر د دواړو لورو ته ځينې ناروغان او ناروغ لرونکي وايي چې دغې مسئلې هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او مسوولان باید ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي.
ډېری دغه ناروغان، ننګرهار کې د یوه کمېسیون له لوري تر ثبت وروسته، له ویزې او پاسپورټ پرته، پاکستان ته تلل؛ خو اوس ورته د پاکستان له لوري اجازه نهورکول کېږي.
په سرطان اخته ناروغه مریم وايي:«څلور میاشتې مخکې پاکستان ته تللې وم، اوس بیا غواړم چې ولاړه شم ځکه تکلیف مې زیات دی؛ خبرې نهشم کولای او په لاره نهشم تلای.»
بله ناروغه بي بي جانه هم طلوعنیوز ته وايي:«جګر مې خراب شوی او د شکرې ناروغي هم لرم او اوس لار تړلې ده.»
ځینې نور ناروغان بیا له پاکستاني حکومته غواړي چې د ښه ګاونډیتوب د اصولو له مخې دې، د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ خلاصه کړي.
ناروغ لرونکی سید غوث الدین په دې هکله څرګندوي:«تاسې وینئ چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په سلګونه ناروغان دلته حضور لري؛ خو د پاکستان حکومت باید د افغانستان له خلکو سره ښه ګاونډیتوب وکړي او ښه همکاري وکړي.»
له دې سره هممهاله د ننګرهار ولايتي مسوولان وايي، چې پاکستاني لوري د تېرې یکشنبې ورځې راهيسې پرته له دې چې دوی په جریان کې کړي د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ تړلې ده.
دوی زياتوي چې د یادې ستونزې د حل په موخه یې له پاکستاني لورې سره خبرې کړې دي.
پاکستان ته د تلونکو ناروغان د تنظیم کمېسیون مسوول سمیعالحق جمال د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«تاسئ ګورئ چې دلته ځوانان او ښځينه ناروغانې شتون لري. هغوی په دې هیله دي چې په ټاکل شوې نېټې خپلو ډاکټرانو ته ورځي.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر صدیقالله قریشي بدلون هم څرګنده کړه:«ولایتي او مرکزي چارواکي هڅه کوي چې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي او هغه د خبرو اترو له لارې حل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ځینو ناروغانو طلوعنیوز ته ویلي وو چې پاکستان ته د تلو پرمهال د پاکستاني پوځیانو له لوري په بېلابېلو پلمو زورول کېږي.
په دې اړه مو اندونه